ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد او مهترلام پر ښارونو د برېښنا پرې کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړې

د جلال اباد او مهترلام پر ښارونو د برېښنا پرې کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړې

author avatar
26 Sep 2019 - 18:11
د جلال اباد او مهترلام پر ښارونو د برېښنا پرې کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړې
author avatar
26 Sep 2019 - 18:11

جلال اباد (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ننګرهار او لغمان پر مرکزونو له تېرو درېيو ورځو راهيسې برېښنا پرې شوې چې له امله يې د جلال اباد او مهترلام ښارونو خلکو ته اقتصادي او ټولنيزې ستونزې جوړې شوې دي.

دوی وايي، په روغتونونو کې ناروغان، ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کوونکي او په کورونو کې مېرمنې د ګرمۍ له امله له ستونزو او دغه راز په سوداګريزه سيمه کې شرکتونه، فابريکې او نورو کې کارونه له ځنډ سره مخ شوي دي.

د تېرې سه شنبې په ورځ د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند په سپير کونډۍ سيمه کې يو شمېر ځايي وسله والو د کابل له نغلو برېښنا بنده جلال اباد او مهترلام ښارونو ته د تللې برېښنا مزي غوڅ کړل چې په يادو ښارونو يې برېښنا قطع کړې ده.

د ننګرهار د برېښنا رييس انجنير اکرام الله عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار او لغمان عمومي لين د سه شنبې په ورځ يوولس بجې د سروبي ولسوالۍ په سپېر کونډۍ سيمه کې وسله والو مخالفينو قطع کړی دی.

هغه زياته کړه، د لين پرې کېدو لامل دا دی چې د سيمې يو اوسېدونکی وايي چې د عمومي لين درې پايې يې شپږ کاله وړاندې د KEC شرکت له خوا په کرنيزه ځمکه کې لګول شوې دي‌، خو تر اوسه یې جبران خساره نه ده ورکړل شوې.

دى وايي، خپله سروبي ولسوالۍ ته تللی او له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره یې د ستونزې د حل په خاطر ناستې کړې دي څو ستونزه حل کړي او عمومي مزی بيا ونښلوي.

په همدې حال کې د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژوک ته وويل، هيله مندي شته چې د ياد شخص له لوري د برېښنا کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي او د برېښنا مزي بېرته وصل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، ستونزه ټوله په لغمان او سروبي کې رامنځته کېږي او د مسووليت له مخې يې بايد د يادو دواړو سيمو امنيتي او نور مسوولين دايمي حل پيدا کړي.

دی وايي، که برېښنا د يو کال لپاره نه وي، دومره ستونزه نه جوړوي، خو بايد د دايم لپاره ستونزه حل شي.

د جلال اباد او مهترلام ښارونو اوسېدونکي وايي، دغو ولايتونو ته د برېښنا له لېږد نه کله سياسي او کله هم اقتصادي ګټې اخيستل کېږي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل، هره مياشت او کله ناکله مياشت کې دوه ځلې هم دغه مزي قطع کېږي.

دی زياتوي: ((کله خبر شو چې وسله والو لينونه قطع کړي، کله خبر شو چې باد قطع کړي، کله يوه او کله بله بهانه کېږي، سوالي برق دی چې په کابل هم برق قطع شي، دلته د ننګرهار برق قطع کړي او بيا نغلو برق کابل ته ورکړي، وايي چې وسله والو لينونه قطع کړي.))

د مهترلام اوسېدونکی سيف الرحمن وايي، له تېرو درېيو ورځو راهيسې خلک په ستونزو کې دي، ناروغان، ښځې او ماشومان د ګرمۍ او مياشو طاقت نه لري، خو اوس يې زغمي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې وياند شاکر الله ساپي پژواک ته وويل، په دغو ورځو کې چې برېښنا قطع شوې، پانګه والو او فابريکه لرونکو ته په ميليونونو افغانۍ زيان اوښتی دی.

دی زياتوي، د برېښنا قطع کېدو له امله ډېرې هغه فابريکې چې په جنراتوري برېښنا نه روښانه کېږي، هغه ولاړې دي او هره ورځ زيانمنېږي.

تر دې وړاندې هم په ځلونو ځلونو دغه لينونه قطع شوي او له امله يې په ورځو ورځو د جلال اباد او مهترلام ښاريان د برېښنا له نعمت څخه بې برخې شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.