ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې سیاسي فشارونو او ځېنو چارواکو د پروژو مخه نیولې ده

په خوست کې سیاسي فشارونو او ځېنو چارواکو د پروژو مخه نیولې ده

author avatar
28 Nov 2017 - 14:06
په خوست کې سیاسي فشارونو او ځېنو چارواکو د پروژو مخه نیولې ده
author avatar
28 Nov 2017 - 14:06

خوست ښار (پژواک، ۷ ليندۍ ۹۶): د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې ځيني سياسي فشارونه د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختيا په برخو کې د پرمختيايي پروژو خنډ ګرځي.

يادې څرګندونې د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس سميع الله نصرت د ليندۍ په ٧مه، يوه خبري کنفرانس ته وکړې او په دې برخه کې يې پر ځينو کسانو تور ولګاوه چې د خپلو ګټو په خاطر د پرمختيايي پروژو مخه نيسي.

ده وويل، د خوست د مرکز اړوند د خدایداد کلي د سربند د ټینګښت پروژه چې ۳۶ ميليونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې، د ځينو سياسي فشارونو او د يو شمېر حکومتي چارواکو د مداخلې له امله ځنډيدلې ده.

نصرت زياته کړه: ((سياسي ډلې او ځيني دولتي لوړپوړي چارواکي زموږ د ځينو پروژو مخه نيسي او زموږ په کارونو کې مداخله کوي. دغه وضعيت زموږ پر کړنو منفي اغېز کړی دی.))

نوموړي همدارنګه وويل چې په روان مالي کال کې يې خپله پرمختيايي بوديجه په لګښت رسولې، خو د سياسي فشارونو له امله د ۱۵ سلنه بوديجې په مصرفولو کې پاتې راغلي دي.

د کرنې او مالدارۍ رييس په ياده برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو ظاهراً يې اشاره د ولايت مقام په ګډون يو شمېر هغه کسان دي چې د ده په وينا زورواکي دي.

سميع الله نصرت همدارنګه وويل چې په دغه ولايت کې د دې ادارې شاوخوا ۱۵زره جريبه ځمکه هم ځايي خلکو غصب کړې ده او په راګرځولو يې نه دي بريالي شوي.

د هغه په وينا، د غصب کوونکو نوملړ يې څو ځله امنيتي ارګانونو او ولايت مقام ته لېږلی، خو د دوی اړوندوغصب شويو ځمکو په راګرځولو کې يې عملي ګام نه دی اخيستی.

نصرت زياته کړه: ((ډېری دا ځمکه د خوست په بېلابېلو سيمو کې په هغو ۸ باغونو کې غصب شوې چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال اباد شوي وو. مسئولو چارواکو لازم اقدامات نه دي کړي)).

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا رييس کفيل ريحان پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت مقام په ګډون يو شمېر کسان د کرنې د ودې او پرمختيا په مخ کې خنډونه جوړوي.

هغه زياته کړه: ((د خدايداد د کلي د سربند پروژه د ولايت مقام د لاسوهنې له کبله درېدلې ده، ځکه شخصي ګټه يې په کې نشته. که شخصي ګټه يې په کې وای، بيا يې مخه نه نيوله.))

په عين وخت کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګني د کرنې د پرمختيايي پروژو کې لاسوهنه کېږي او يا يې سياسي فشارونه مخه نيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.