ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اجراييه رياست سلاکار تڼي پر حکومت او سولې شورا کلکې نيوکې وکړې

د اجراييه رياست سلاکار تڼي پر حکومت او سولې شورا کلکې نيوکې وکړې

author avatar
30 Nov 2017 - 17:19
د اجراييه رياست سلاکار تڼي پر حکومت او سولې شورا کلکې نيوکې وکړې
author avatar
30 Nov 2017 - 17:19

خوست ښار (پژواک، ۹ ليندۍ ۹۶): د خوست ولايت زرګونو خلکو په يوه غونډه کې د ملي يووالي پر حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې روانو ستونزو ته د اساسي حل لار چارې ولټوي.          

دوی پر حکومت انتقادونه وکړل، چې ګوندې د امنيتي وضعيت په کنټ رول او په هېواد کې د سولې په ټينګښت کې پاتې راغلی دی او د کندهار نننۍ غونډې، په مزار شريف او د ترکيې په هېواد کې د افغان حکومت پرضد د شويو ائيتلافونو پرضد هم څرګندونې وکړې او دا يې د نه منلو وړ وبلل.

د غونډې يو تن ګډوانوال او د اجرائيه رياست سلاکار غازي نواز تڼي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د هېواد امنيتي وضعيت ورځ تربلې د خرابيدو پرلور روان دی او هره ورځ لسګونه تنه امنيتي سرتيري د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې وژل کيږي.

هغه زياته کړه : ((د دريو کلونو ډېر وخت کيږي، چې د ملي يوالي حکومت جوړ شوی. سره ددې چې، امنيتي ځواکونو د پخوا په پرتله په پرمختللو وسلو سمبال شوي، خو بيا هم په امنيت کې پاتې راغلی دی. هره ورځ وژنې دي، چاودنې ، تورور دی، هېڅ تصميم نشته، سيمې سقوط کوي ، د ښارونو به د باندې څو نشي وتلی او زما چارواکي تش په خوله ژمنې کوي)).

غازي نواز تڼي د سولې عالي شورا پر ميکانيزم هم کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د سولې عالي شورا په سر کې داسې کسان په دندو ګومارل شوي، چې کلونه کلونه يې له وسله والو طالبانو سره جنګونه کړي او هغوی سره مذهبي او عقيدوي دښمني لري.

هغه زياتوي: ((ملي يوالي حکومت د سولې لپاره هيڅ ستراتيژي نه لري او هيڅ پلان نشته. افغانستان د بحران خواته روان دی. په افغانستان کې نور ديني عالمان او مشران نشته، چې دا کسان يې په سولې عالي شورا کې کېنولي دي؟)).

د اجرائيه رياست سلاکار عازي نواز تڼي همدا ډول غونډې ته وويل، چې بې روزګاري اوج ته رسيدلې او هره ورځ له پوهنتونونو او ښوونځيو زرګونه کسان فارغيږي، خو د بې روزکاري له امله بهرنيو ته په قاچاقي لارو ځي او يا نورو ورانکارو کړنو ته لاس اچوي.

دی وايي: ((مفکر به دا خبره کوله، چې زما دسترخوان د خلکو دسترخوان دی، نن دسترخوان ختم شي. نن ټول هېواد بې روزګاره دی. ځوانانو ته کار نه پيدا کيږي. لسګونه زره تنه له پوهنتونونو فارغ شوي دي، نن در په در ګرځي او څوک دندې نه ورکوي)).

د پکتيا ولايت يو تن قومي صوفي حبيب چې يادې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، چې په دې وروسيتو کې د ځينو سياسي ډلو له لوري په مزار شريف او ترکيه کې د افغان حکومت ضد ائيتلافونه جوړ شوي، چې دوی يې په کلکه غندنه کوي.

هغه همدا ډول د کندهار د نننۍ غونډې په اړه هم چې د اوسني او تېر حکومت لسګونه لوړپوړو کسانو په کې ګډون کړی، څرګندونې وکړې او ويې ويل، هر هغه څوک چې د لويې پکتيا له ولسونو پرته د افغانستان په اړه کوم تصميم نيسي دوی ته د منلو وړ نه دی.

هغه زياتوي: ((په کندهار کې حامد کرزی، يونس قانوني، عطامحمدنور، ظاهر قدير، اسمعيل خان او د ملي شورا يو شمېر غړي د ملک په اړه تصميم نيسي. هر تصميم چې څوک نيسي د لويې پکتيا سره مشوره نه کوي. دا چې موږ سره مشوره نه کوي، نو د هغوی هر تصميم موږ ته د منلو وړ نه دی)).

د غونډې ګډونوالو همدارنګه پر افغانانو غږ وکړ، چې د يوه باثباته افغانستان او له روان بحراني حالت څخه د خلاصون لپاره سره يو شي او د حل لازمې لارې چارې ورته ولټوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.