ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ايډز ٨٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

په خوست کې د ايډز ٨٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

author avatar
3 Dec 2017 - 18:00
په خوست کې د ايډز ٨٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
author avatar
3 Dec 2017 - 18:00

خوست ښار (پژواک،١٢ ليندۍ ۹۶): د خوست روغتيايي مسوولين وايي چې د خلکو د کمزوري عامه پوهاوي له امله په دغه ولايت کې د ايډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

دغه څرګندونې د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري د ايډز پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځلو په اړه د يوې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وکړې.

نوموړي وويل، اوسمهال په دې ولايت کې د اېچ ای وي د ويروس پر وړاندې د مبارزې له مرکز سره ۸۴ پېښې ثبت شوې چې ۳۴ يې ښځې او پاتې نور يې نارينه دي.

هغه زياته کړه، له دې امله چې په ټولنه کې دې ناروغۍ ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، پرې اخته ډېری ناروغان ياد مرکز ته مراجعه نه کوي، خو د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو پربنسټ په دې ولايت کې د ايډز ناروغانو شمېر تر هغه ډېر دی، کوم چې له دوی سره ثبت شوي دي.

انصاري وويل: ((تر اوسه ۸۴ مثبت پېښې لرو، دا شمېر تر پخوا زيات شوی دی. که څوک په خپله خوښه موږ ته مراجعه وکړي، د دې احتمال ډېر دی چې د ايډز ناروغانو شمېر لوړ شي.))

د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د څانګې مسوول ډاکټر ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل چې که ددې ويروس د انتقال په لارو چارو خلک ونه پوهېږي، په ټولنه کې نور هم خپرېږي.

هغه وويل، خلک داسې فکر کوي چې د اېچ ای وي ويروس يواځې د جنسي نږدېوالي پر بنسټ له يوه انسان نه بل ته انتقالېږي، په داسې حال کې چې دا ويروس د اوو بېلابېلو لارو په وسيله انتقال مومي.

نوموړي زياته کړه:((د جنسي نږدېوالي ترڅنګ، د غاښونو د کلينيکونو له لارې، د جراحۍ سامان الاتو له لارې، د وينې دورکړې له لارې او يو شمېر نورو طريقو له لارې انتقالېږي.))

د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو څخه وغوښتل چې د اېچ ای وي ويروس د انتقال په عامه پوهاوي کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وويل: ((له ديني عالمانو، قومي مشرانو او د رسنيو له استازو زموږ هيله دا ده چې د دې ناروغۍ د وقايې په اړه له موږ سره مرسته وکړي او خلکو ته عامه پوهاوی وکړي.))

د يادونې ده چې د ډسمبر لومړۍ نېټه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ايډز د وژونکې ناروغۍ پر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په ډول نمانځل کېږي.

د روغتيايي مسوولينو په وينا، په دې وروستيو کلونو کې دا ناروغي په افغانستان کې هم مخ پر ډېرېدو ده او عمده لاملونه يې کډوالي او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د خلکو سفرونه بلل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.