اسعداباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد دهقان د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په ناړۍ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او موټر يې ويجاړ شوى دى.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د ناړۍ ولسوالۍ په مچمڼۍ سيمه کې د سيمه ييز پوليسو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې وه چې څو تنه په کې وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن