ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست بزګران د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي

د خوست بزګران د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي

author avatar
9 Dec 2017 - 10:58
د خوست بزګران د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي
author avatar
9 Dec 2017 - 10:58

خوست ښار (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۶): په خوست کې د ګنيو بزګران له دولت څخه غوښتنه لري چې د ګنيو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بزګران وايي چې کال په کال يې د ګنيو حاصلات ښه کېږي، خو له دې امله چې دلته يواځې د  ګنيو کر ترويج دی، لاسته ورتلونکي عوايد يې د زحمت ايستلو په پرتله کم دي.

د خوست د مرکز اړوند د کوټوال کلي بزګر خان بادشاه پژواک اژانس ته وويل، که د ګوړې ګنيو ته د بازار موندنې په برخه کې پانګونه وشي، په اقتصادي لحاظ د ګنيو حاصلات د نورو کښتونو په پرتله ګټور تمامېږي.

نوموړي زياته کړه:((کرل يې تکليف غواړي،د مال سره، سپينه سره او توره کيمياوي سره غواړي،که دا مصرف د ګوړې په ګنيو باندې وکړو، بيا يې ګټه څو چنده زياته ده.))

د خان بادشاه په وينا، يو جريب ځمکه شاوخوا شل ټنه د ګنيو حاصل ورکوي او څه باندې سل زره افغانۍ ترې جوړيږي، خو زياتوي چې که د ګوړې د ګنيو کرل ترويج شي، عوايد يې ورسره زياتېږي.

ده زياته کړه: ((ما په يو جريب پټي باندې پنځوس منه تخم کرلی و، خو اوس تر شپږ سوو منو پورې ګني را کوي. دا ټول مې په ۲۴۰ زره کلدارې خرڅ کړي دي.))

يو بل کروندګر سعيد له دولت او پانګوالو څخه وغوښتل چې د ګوړې د توليد په برخه کې پانګونه وکړي، څو بزګرانوته دا زمينه برابره شي چې د ګنيو کښت ته پراختيا ورکړي.

سعيد وايي: ((موږ اوس د ګوړې ګني نه دي کرلي او که يې هم کرو نو بيا په دې ډاريږو چې څوک به يې رانه وانخلي. که چېرې دولت ووايي چې موږ يې درنه اخلو، بيا به ګوړه ورنه جوړوي او خلکو ته يې هم ګټه رسيږي.))

که څه هم په خوست کې د ګنيو د حاصلاتو د اندازې په اړه د کرنې او مالدارۍ رياست له مسوولينو سره کره شمېر نشته، خو بايد وويل شي چې د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې د ګنيو کرل ترويج دي.

د بزګرانو په وينا، دا ګني د لازمو اسانتياوو د نشتون له امله يواځې د ګنډېرو په بڼه په ډېره کمه بيه بازار ته عرضه کوي.

په ورته وخت کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل چې د ګوړې د ګنيو د کرلو ترويج او بازار موندنې لپاره يې د ځينو اسانتياوو د برابرولو په موخه هڅې پيل کړې دي.

نوموړى وايي: ((اوس دلته ګني يواځې د خوراک لپاره استعماليږي. که چېرې پرمختګ ورکړل شي، استعمال يې ډېريږي او د خلکو اقتصاد هم ورسره ښه کيږي. زه په ډاډ سره ويلی شم، چې اوس په څو محدودو ولسواليو کې ګني کرل کيږي، خو د خوست هر ځای اب هوا ددې بوټي د کرلو لپاره مناسبه ده او موږ هڅه کوو چې توليد مو ډېر شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.