ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او جلال اباد کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې غبرګون کې لاریونونه وشول

کابل او جلال اباد کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې غبرګون کې لاریونونه وشول

author avatar
10 Dec 2017 - 15:34
کابل او جلال اباد کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې غبرګون کې لاریونونه وشول
author avatar
10 Dec 2017 - 15:34

کابل- جلال اباد (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۶): په کابل، ننګرهار او فارياب ولايتونو کې سلګونو لاريون کوونکو د امريکا له لوري بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې د اعلان پر ضد لاريونونه وکړل او دا پرېکړه يې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی وباله.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۱۵مه  بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پر رسميت وپېژاند او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله چې د امريکا سفارت دې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي.

امريکا په نړۍ کې يوازېنی هېواد دی چې بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پر رسميت پېژني.

د افغانستان د ولسونو د ملي اجماع مشر محمد ابراهيم الکوزي د ليندۍ په ١٩مه په کابل کې د يوې اعتراضي ناستې پر مهال وويل چې بيت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او په اړه يې د  پرېکړې واک يواځې د مسلمانانو حق دی.

د دې اعتراضي غونډې ګډونوال چې شمېر نږدې ۵۰۰ کسانو ته رسېده مرګ پر امريکا، مرګ پر اسرائيلو او مرګ پر ټرامپ شعارونه ورکول.

الکوزي وويل: “د افغانستان مجاهد ولس د ټرامپ هغه ناروا او غير منصفانه پرېکړه غندي، بيت المقدس زموږ لومړنۍ قبله ده او دې قبلې ته سپکاوی په اصل کې د ټولو مسلمانانو د سپکاوي په معنا دی. “

هغه د افغانستان او نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ چې د کفري نړۍ پر وړاندې د مقاومت لپاره دې يو موټی شي او په يوه خوله دې د امريکا د دې ناورا پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي د افغانستان له ولسمشره مننه وکړه چې د افغانستان په استازيتوب يې د امريکا د ولسمشر پرېکړه وغندله او له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو يې مننه وکړه چې په ډېرو سختو شېبو کې له خپلې خاورې دفاع کوي.

د دې اجماع د اجرايي شورا غړي عبدالحميد هوتک هم امريکا له خوا د بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه اعلان په کلکو ټکو وغانده او زياته يې کړه: “تر څو چې په نړۍ کې يو مسلمان ژوندی وي د امريکا ولسمشر به دا پرېکړه ګور ته يوسي. “

د دې ډلې په پرېکړه ليک راغلي: “د ټرمپ دغه زشت او له تبعيضه ډک چلند چې د ميليونونو انسانانو او اسلامي نړۍ د احساساتو د راپارولو لامل ګرځي، پر کلکو ټکو غندي. “

د يو بل خبر له مخې، ننګرهار ولايت کې هم د بيت المقدس په اړه د امريکايي ولسمشر د پرېکړې په غبرګون لاريون وشو.

د ننګرهار د نجم المدارس مدرسې سلګونه زده کوونکو د بيت المقدس په اړه د امريکايي ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد فاملو اړوند د رينګ روډ لويه لاره د کابل- تورخم مسافرينو پر مخ د يوه ساعت لپاره تړلې وه.

مظاهره کوونکو د امريکايي ولسمشر پرېکړه غير عادلانه او خپلسرې ياده کړه او غوښتنه يې وکړه چې افغان حکومت دې له امريکا سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې قطع کړي.

دوى مرګ پر اسرائيلو او مرګ د امريکا پر ولسمشر او دغه راز د “زنده باد اسلام” او “زنده باد بيت  المقدس” چغې وهلې.

قهرېدلو مظاهره کوونکو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجسمې ته اور ورته کړ او ټينګار يې وکړ چې ټرمپ دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د لاريون يوه تنظيموونکي مولوي سيد حکيم قمري وويل، دا تاريخ ثابته کړې ده چې يهود او نصارا د اسلام خلاف يو دي او مسلمانانو ته هم په کار ده چې د هغوى خلاف سره يو شي.

هغه د امريکايي ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د عربي هېوادونو غلي پاتې کېدل هم وغندل او دا يې د مسلمانانو د يو ستر قوت غلى پاتې والى ياد کړ.

د مظاهرې يو ځوان ګډونوال او د نجم المدارس مدرسې زده کوونکي د لاريون پرېکړه ليک ولوست، چې له افغان حکومته په کې له امريکا سره د اړيکو شلولو غوښتنه شوې وه.

د دوى په پرېکړه ليک کې دغه راز راغلي چې بيت المقدس د اسلام له شعايرو څخه دى او هر مسلمان يې د سر په بدل هم ساتنه کوي.

په ورته وخت د فارياب د علماوو شورا هم د زرګونو اوسېدونکو په ملتيا د امريکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې د غندلو په موخه لاريون وکړ او ټينګار يې وکړ که چېرې د امريکا ولسمشر له خپلې پرېکړې تير نه شي نو د نړۍ مسلمانان به خپل سر او مال په بيه د امريکا پر وړاندې جهاد اعلان کړي.

د فارياب د علماوو شورا مرستيال مولوي غلام نبي غفوري د ننني لاريون پر مهال د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسميت پېژندل پر اسلام ښکاره تېری، له نړيوالو قوانينو سرغړاوی او اسلامي نړۍ ته سپکاوی وباله.

هغه له افغان دولت نه وغوښتل څو چې د امريکا ولسمشر ټرامپ له خپلې پرېکړې نه وي تېر شوی او له بيت المقدس يې د اسرائيلو بيرغ نه وي راټيټ کړی، له امريکا سره دې خپلې اړيکې پرې کړې دي.

بلخوا د جهادي مشر مولوي خالص زوى انورالحق مجاهد له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د امريکا دغه پرېکړه غندل شوې ده.

هغه زياته کړې، اسلامي امت ته ور پېښې غميزې ډېرې او ستړې كوونكي دي، په داسې حال كې چې د اسلامي امت زخمونه ‌ډېر او ځوروونكي دي؛ نو د بيت المقدس شريف په هكله د امريکا دا نوې پرېکړه د مسلمانانو اندېښنې نورې هم زياتې کړې.

نوموړي له ټولو مسلمانانو غوښتي چې د خپل توان او د مسووليت د احساس له مخې له بيت المقدس څخه دفاع وکړي.

مجاهد زياته کړې: ((له بيت المقدسه دفاع د خپلې عقيدې په توګه بايد وپېژنو او دا باید يوازې د عربانو مسئله ونه شمېرل شي. دا به ومنو چې ډېرو عربي دولتونو د بيت المقدس په ارتباط خپله وجيبه اداء نه كړه خو دا په دې معنا نه ده چې غير اسلامي قوتونه يا  د اسلام په جامه كې اسلام نما دښمنان له پامه وغورځوو.))

د يادونې ده، له تېرې جمعې ورځې راهيسې په کابل او ګڼ شمېر ولايتونو کې لاريونونه شوي دي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.