ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باوري: د غزني نړېدلې تاريخي سيمې بېرته رغوو

author avatar
11 Dec 2017 - 15:49
author avatar
11 Dec 2017 - 15:49

غزني ښار(پژواک،٢٠ليندۍ٩٦): په غزني کې د ٦٠ ميليونه افغانيو په لګښت، درې پروژې تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير رسول باوري د دې پروژو د پرانيستې په غونډه کې وويل چې په دې پروژو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د موزيم او عامه کتابتون ودانۍ شاملې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، د دې ودانيو پر جوړېدو ٦٠ ميليونه افغانۍ لګول شوي چې د دې وزارت له لوري ورکړل شوې دي.

باوري زياته کړه: (( د دې ودانيو جوړول ډېر مهم و په ځانګړي ډول عامه کتابخانه چې خلک بايد د مطالعې لپاره ورشي.))

نوموړي ژمنه وکړه چې په دې ولايت کې نړېدلې تاريخي سيمې به بېرته له سره رغوي.

دغه راز په ياده غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې په دې ولايت يو شمېر تاريخي سيمې او ابدې بيا رغولو ته جدي اړتيا لري.

هغه وويل: (( غزني يو تاريخي ولايت دى او که تاريخي ابدې يي بيا ونه رغول شي نو له منځه به ولاړې شي.))

همدارنګه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استازي اسدالله وويل چې د ودانۍ د نشتون له امله يې اداري چارې له ګڼو ستونزو سره مخ وې.

هغه وايي: (( تلوېزيون، کتابتون، کلتور رياست، د ځوانانو مديريت ټول په يوځاى کې و چې له ډېر مشکل سره مخ و.))

ده وويل چې د نويو ودانيو په جوړېدو سره  به يې ستونزه تر ډېره هواره شي.

د يادونې ده چې په ١٣٩٣ کال کې وسله والو طالبانو په غزني کې د ملي امنيت پر رياست بريد وکړ چې له امله يې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، عامه کتابتون، راډيو تلوېزيون، موزيم او د ځينو نورو دولتي ادارو ودانۍ ړنګې شوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.