ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ

ولسي جرګې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ

author avatar
23 Dec 2017 - 19:06
ولسي جرګې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ
author avatar
23 Dec 2017 - 19:06

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۶): ولسي جرګې د بنديانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د محابسو او توقيف خونو د قانون په ۶مه او ۱۳مه مادو کې راوستي تعديلات د رايو په اکثريت تصويب کړل.

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مشر محمدحسن شريفي بلخابي د جرګې په ناسته کې وويل، له دې مخکې د ولسمشر دغه فرمان تېر کال د کب  مياشتې د ۲۴۶مې ګڼې فرمان له مخې د پلي کېدو وړ و، خو جرګې په ياد فرمان کې يو لړ بدلونونه راوستلي دي.

خو هغه د بدلونونو په اړه څه ونه ويل.

د ده په وينا، د شکنجې د مخنيوي په قانون کې هر هغه عمل چې د يو کس د جسمي او روحي ځورونې لامل کېږي، منع کړي او پر شکنجې ګواښول هم د يو جرم په توګه په کې منل شوی دی.

هغه زياتوي، د دغه قانون په پلي کېدو سره به په محابسو او توقيف خونو کې د ځورونې او شکنجې مخنيوي قانوني بڼه خپله او په ټولنه کې به عدالت د ټينګښت لپاره اغېزمن کار وي.

همدا زار د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د محابسو او توقيف خونو د قانون په شپږمه او ۱۳مه ماده کې راوستي تعديلات هم د رايو په اکثريت تصويب شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.