جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ښوونکو لپاره د استوګنې په موخه د ښارګوتي جوړېدو کار او ښوونکو ته د نومرو وېش پیل شو.
دغه جنجالي کار د دې ولسوالۍ د ښوونکو له پرله پسې غوښتنو، اعتراضونو او کاربنديزونو وروسته پرون پيل شو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د مرغومي په ۲۴مه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پرانيستې دغه مراسم پرون يادې ولسوالۍ کې د ولسوال او يو شمېر نورو مسوولينو په شتون کې ترسره شو.
د کامې ولسوال عطاءالرحمن هډه وال ويلي، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په سپارښتنه یې د دې ولسوالۍ د مخورو او ښوونکو له استازو سره تر پرله پسې خبرو اترو وروسته د کامې د ماما خېلو ډاک کې ۳سوه جریبه ځمکه د ښوونکو لپاره د استوګنې په موخه د ښارګوتي لپاره وټاکله.
د ولایت استازي اکبر شېر ويلي، په یاد ښارګوټي کې ۹۶۱ د استوګنې نومرې برابرېږي چې د یادې ولسوالۍ ټولو مستحقو ښوونکو ته به ورکړل شي، خو ټینګار یې وکړ چې له دې وروسته دې ښوونکي یواځې تدریس ترسره کړي او پخواني هر ډول حرکتونه دې پای ته ورسوي.
د ننګرهار د پوهنې سرپرست رييس سيد عيسی سادات د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې د ولایت مقام په ځانګړو هلو ځلو پر دې بریالی شو چې د کامې ښوونکو لپاره د استوګنې په موخه د ښارګوتي لپاره ځانګړې ځمکه په نښه کړي .
هغه د ښار جوړونې او ځمکو له خپلواکې ادارو غوښتنه وکړه چې د یاد ښارګوتي ټولې تخنیکي چارې دې ورته ژر تر ژره پای ته ورسوي، څو له ستونزو پرته په کې ښوونکي د استوګنې په موخه د نومرو جوړولو چارې پیل کړي .
د ښاري پراختيا رييس انجنير عبدالقهار حيدري وايي، د طرزالعمل مطابق باید په یاد ښارګوټي کې تر درې میاشتو مخکې د ښوونکو له لوري د استوګنې په موخه د نومرو جوړولو چارې پیل شوې او په وینا یې هېڅوک نه شي کولای یادې نومرې وپلوري .
هغه زیاته کړه، که چېرې په ياده موده کې خپلو د استوګنو نومرو کې رغنیز کار پیل نه کړي او یا یې هم د پلور هڅه وکړي، نومره به یې د قانون له مخې بېرته ترې واخیستل شي او بیا د شکایت حق نه لري .
د ځمکو خپلواکې ادارې ريیس محمد صادق دولتزي ژمنه وکړه چې په لنډه موده کې به د یاد ښارګوټي د ځمکې د انتقال چارې بشپړې کړي .
د کامې ولسوالۍ د خلکو او ښوونکو په استازیتوب د ولایتي شورا غړي استاد اسرارلله مراد د ننګرهار والي د هلو ځلو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې له هر ډول ستونزې پرته به د ښارګوتي قانوني چارې مخکې بوځي .
هغه د سیمې پر خلکو او ښوونکو باندې هم غږ وکړ چې له ګومارل شوې ډلې سره په ښارګوتي کې د تخنیکي او نورو چارو د ترسره کولو پر مهال پوره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن