ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور د حيرتان بندر عوايدو د ګرځولو ګواښ وکړ

عطامحمد نور د حيرتان بندر عوايدو د ګرځولو ګواښ وکړ

author avatar
14 Jan 2018 - 18:06
عطامحمد نور د حيرتان بندر عوايدو د ګرځولو ګواښ وکړ
author avatar
14 Jan 2018 - 18:06

مزارشريف (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۶): د بلخ  مخکيني والي عطامحمد نور  د حيرتان بندر له عوايدو د بلخ د دولتي ادارو د لګښتونو د پوره کولو ګواښ وکړ.

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس او د بلخ ګوښه کړای شوي والي عطامحمد نور د مرغومي په ۲۴مه، د بلخ ولايت مقام د جلسو په تالار کې د خپلو پلويانو غونډې ته د خبرو پر مهال، ملګري ملتونه د ملي وحدت حکومت د توافقنامې د نه عملي کېدو پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو پړه وګڼل.

نوموړي نړيوالو ته په خطاب کې وويل، د افغانستان حالت بايد درک کړي، چې دغه هېواد د بحران او بد حالت لوري ته روان دی.

د هغه په وينا، د ملي وحدت حکومت په توافقنامه کې ملګرو ملتونو لاسليک کړی، چې بايد د عملي کېدو پر وړاندې يې داسې غلي پاتې نه وای.

نور، همداراز نړيوالو متحدينو او حکومت ته ګواښ وکړ او ويې ويل: ((زه هغه ونه نه يم، چې په هر باد وښورېږم.))

نوموړي ټينګار وکړ چې تر هغه به والي وي، تر کومه چې سياسي توافق ورسره نه وي شوی.

هغه يو ځل بيا ملي وحدت حکومت په درواغجنو شعارونو تورن کړ او  هېواد يې له جګړو او فقر سره ښکېل وباله.

نور د کوم شخص او اړخ نوم وانخيست؛ خو تور يې پورې کړ چې ځينې کړۍ د يوې توطيې او پروژې په بڼه د افغانستان تر ټولو امن ولايت (بلخ) د ناامنه کېدو هڅه کوي.

د بلخ ګوښه شوي والي د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته هم ګوتڅنډنه وکړه، چې د ده په تړاو دې بېځايه څرګندونې نه کوي.

د حکومت سيمه ييزو ارګانونو ادارې تېره ورځ ويلي، چې د عطامحمد نور لاسليک رسميات نه لري او د ده په لاسليک به هېڅ مامور ته معاش ورنه کړل شي.

نور دغې ادارې ته وويل: ((محلي ارګانونو ته وايم، چې د خپلې خولې په اندازه څرګندونې وکړي، له دې وروسته اجازه نه لري، چې زما په اړه خبرې وکړي. زه والي يم او زما لاسليک د بلخ په ټولو ادارو کې چلېدونکی دی.))

نوموړي ګواښ وکړ چې د ده په لاسليک د بلخ مامورينو ته د معاش د نه ورکولو ګواښ دې څوک نه کوي، که نه د حيرتان بندر عوايد به راوګرځوي او د بلخ د دولتي ادارو مصارف به پرې پوره کړي.

هغه همداراز وزارتونو ته ګواښ وکړ او ويې ويل: ((زه هغه وزارت نر ګڼم، چې راشي او دلته ماته مشکل جوړ کړي.))

عطامحمد نور له تېرې يوې مياشتې راهيسې همداسې ګواښونه کوي، خو ارګ يې پر وړاندې چوپ دی.

نوموړی د ارګ د هغې فيصلې پر وړاندې ولاړ دی، چې له مخې يې دی له بلخ ولايت مقام څخه ګوښه کړای شو او پر ځای يې د جمعيت ګوند پخوانی غړی انجنير محمد داوود د دغه ولايت د والي په توګه وګومارل شو.

ارګ تر دې دمه نوی والي بلخ ته نه دی لېږلی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.