فيض اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۶): د بدخشان امنيتي سرچينې وايي چې د ياد ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د نشه يي توکو له قاچاقبرو سره په نښته کې څلور سرحدي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بدخشان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد جهانګيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد قاچاقبر يوه مياشت مخکې د تاجکستان په خاوره کې د دغه هېواد يو سرحدي افسر له وژل کېدو وروسته د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ په داش مندې سيمه کې يې پټ شوي وو.
نوموړي زياته کړه، تېره شپه افغان سرحدي ځواکونو د يادو قاچاقبرو د ناستې ولاړې ځای په نښه کړ او وروسته یې پر وړاندې عمليات ترسره کړل.
د بدخشان ولايت د پوليسو د امنيت امر وويل چې د امنيتي ځواکونو او قاچاقبرو تر منځ په نښته کې څلور سرحدي سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي، خو قاچاقبرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او له سيمې پر تېښته بريالي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن