جلال اباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶): روان کال په ننګرهار کې د حج او اوقافو رياست، د ښار جوړونې ادارې په تخنيکي مرسته د شاوخوا ۶۹ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۱ نوي جوماتونه جوړ کړي او ۲۲ نور یې رغولي دي.
د دغو جوماتونو له ډلې یو هم د بهسودو ولسوالۍ د بې نيګاه سيمې نوی جوړ شوی جومات دی چې پرون (د سلواغې ۱۹مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د حج او اوقافو ادارې له لوري د ښار جوړونې رياست په تخنيکي مرسته ۲۱ نوي جوماتونه جوړ شوي او د ۲۲ نورو د بيارغونې چارې ترسره شوې دي .
هغه زياته کړه، ياد جوماتونه د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د يو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او بيارغول شوي چې د شاوخوا لس زره لمونځ کوونکو د ځايېدو وړتيا لري.
د ننګرهار د حج او اوقافو مشر مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د شاوخوا ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۱ جوماتونه جوړ شوي او د شاوخوا ۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۲ نورو جوماتونو د ترميم چارې بشپړې شوې دي.
دی وايي، د ټولو جوماتونو د ترميم چارې د حج او اوقافو وزارت له بوديجې ترسره شوې، خو د نوو جوماتونو په جوړولو کې ورسره مرستندويه ادارو هم همکاري کړې ده .
هغه په راتلونکي کې د نورو جوماتونو جوړولو او ترميم ژمنې تر څنګ پر خلکو غږ وکړ چې له جوړ شوو جوماتونو د لمانځه ادا کولو او خپلو اولادونو باندې د ديني زده کړو ترسره کولو په موخه ګټه واخلي .
د ننګرهار د ښار جوړونې مشر عبدالقهار حيدري وويل، د ټولو جوړ شوو جوماتونو تخنيکي چارې د دوی له لوري په پوره روڼوالي او مسلکي ډول څارل شوې او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکي کې به د کمپلېکس په بڼه نور جوماتونه هم جوړ کړي.
خو هغه له خلکو وغوښتل چې د جوماتونو جوړېدو په برخه کې د ځمکو مرسته وکړي.
د جوماتونو د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د ننګرهار د کانال مشر غلام حضرت عبدالرحيمزي، د سرحدونو او قبايلو چارو مشر وجيح الرحمن شينواري، د غني خېلو او مومندرې ولسوالانو، قومي مشر حاجي حيات خان، د ختيځ زون د علماؤ شورا رييس او غړو يې او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن