ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تښتول شوو کسانو خوشې کولو عملياتو کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تښتول شوو کسانو خوشې کولو عملياتو کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Mar 2018 - 14:25
د تښتول شوو کسانو خوشې کولو عملياتو کې ٣٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Mar 2018 - 14:25

کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۹۶): چارواکي وايي د هغو ۳۰ تنو د خلاصون په موخه يې عملیات پیل کړي چې تېره ورځ د کندهار- اروزګان پر لار د وسله والو مخالفینو له خوا وتښتول شول.

په دغو عملیاتو کې ۳۲ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د ارزوګان ولایت چارواکي خبر ورکوي چې د تښتول شوو له ډلې ٩ تنه خوشي شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار- اروزګان پر لار د برمته شوو کسانو د لټون او خلاصون په موخه عملیات پيل شوي چې پر مهال یې د شاولیکوټ ولسوالۍ په سرخ بید او چنار سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

ده یادونه وکړه چې د جګړې له امله دوه ملي او یو سیمه ییز پولیس هم ټپیان شوي دي.

دی وايي، د تښتول شوو کسانو د لټون عملیات دوام لري خو تر اوسه په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

بلخوا د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تښتول شوو کسانو ٩ تنه يې پرون خوشي شوي دي.

هغه زياته کړه، د دې کسانو په خوشي کولو کې قومي مشرانو او سپين ږيرو مهم رول لوبولى او هڅې روانې دي چې پاتې کسان هم خوشي شي.

عمري وايي، دغه مسافر د کندهار اړوند د سبزل په سيمه کې د مولوي عزت الله په نوم د طالبانو د يو ځايي قوماندان له خوا تښتول شوي دي.

د امنیت امر وويل چې راخوشي شوي کسان ټول ملکيان دي او د پاتې نورو د راخوشي کېدو هڅې هم روانې دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې دوى د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب په ګډون ١٦ پوليس او نور امنيتي کسان د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيولي دي.

خو ناياب پژواک ته وويل چې دى نه دى نيول شوى او په خپل ځاى کې دى.

امنیتي چارواکو پرون ويلي وو چې د کندهار- اروزګان پر لويه لاره وسله والو د ملي اردو له يونيفورم څخه په کار اخیستو ٣٠ کسان له موټرو کښته کړي او بیولي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.