څلورم تعقيب، کابل(پژواک،۱۱کب۹۶): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې پر بهرنيو ځواکونو د موټر بم بريد په ترڅ کې يو ماشوم وژل شوى او ٢٢تنه نور ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي د کب ١١مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار ٨:٤٥بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په قابل باى سمه کې شوى دى.
هغه وايي، د پوليسو څېړنې ښيي چې دغه بريد په ياده سيمه کې د مازدا موټر په وسيله پر بهرنيو ځواکونو شوى، خو بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
رحيمي زياتوي، په دغه بريد کې يو ماشوم وژل شوى او ٢٢تنه نور ټپيان شوي، چې د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې له دې پېښې لږ وروسته سهار مهال د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې چاودېدونکي توکي د بهرنيو ځواکونو په يوه قراردادي موټر کې له مخکې ځاى پرځاى شوي و او کله چې دغه موټر د نهمې امنيتي حوزې اړوند د قابل باى سيمه ته رسيږي، نو چاودنه رامنځته کيږي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت نن غرمه مهال بيا وويل چې دغه بريد د يوه سوزکي موټر په وسيله پر بهرنيو ځواکونو شوى، خو اوس وايي چې دا بريد د مازدا موټر په وسيله شوى دى.
تراوسه بهرنيو ځواکونو ددغه بريد په اړه څه نه دي ويلي او نه هم کومې وسله والې ډلې ددې بريد مسووليت منلى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن