فراه (پژواک، ۲۲ کب ۹۶): د فراه ځايي سرچينو ويلي چې د ياد ولايت په مرکز کې پر يوې امنيتي پوستې د طالبانو په يرغليز بريد کې ۷ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او پوسته طالبانو نيولې ده.
د فراه د مرکز اړوند د شمالګاه کلي اوسېدونکی او د فراه ولايتي شورا غړي دادالله قانع د ياد خبر د تاييد تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوی په کلي کې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې د پوليسو پوسته طالبانو نيولې او هلته شته ټولې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
قانع دغه راز زياته کړه چې د طالبانو په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، دوه ټپيان او څلور نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.
له بلې خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دوی کسانو په شمالګاه سيمه کې د پوليسو پر امنيتي پوستې په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور يې له ځان سره بيولي دي.
د احمدي په وينا، طالبانو په دغه بريد کې ۱۹ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات نيولي دي.
د يادونې ده، روانه اوونۍ په فراه کې د امنيتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ اوونۍ ګڼل کېږي.
تېره ورځ، د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ هم طالبانو نيولې چې په پايله کې يې د يادې ولسوالۍ د امنيې قوماندان حبيب الله اخندزاده په ګډون ۱۲ پوليس ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن