کندهار (پژواک، ۳ وری ۹۷): کندهار کې سلګونو ځوانانو نن مازدیګر د کابل پرلت او پښتون ژرغونې غورځنګ په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو له ځانونو سره ملي بیرغونه او بېلابېل شعارونه((لر او بر یو افغان))، ((منظور پښتین د هر مظلوم غږ دی))، ((دا وطن به وران وي تر څو چې پاکستان وي))، ((پاکستان د ترهګرو ځاله ده))، ((د پښتنو، بلوڅو او هزارګانو نسل وژنه دې ودرول شي)) او ورته نور له ځانونو سره لېږدول.
د لاریون یوه تنظیم کوونکي غوث الدین فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکستان پوځ له لسيزو راهيسې په مختلفو نومونو د لر اووبر افغانانو د وژنې لړۍ ته دوام ورکړی.
هغه زیاته کړه، له ښه مرغه اوس د کرښې دواړو غاړو ته افغانان راويښ شوي او په دې وروستيو کې يې د افغانانو پر خلاف د پاکستاني پوځ د توطیو او د ترهګر پالونکو پاليسيو د بربنډولو لپاره په تاريخي مبارزه لاس پورې کړی دی.
دی وايي، لر او بر افغانان په پښتونخوا کې د پيل شوي پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړ کوي او په همدې موخه نن په کندهار کې همدا لاریون جوړ شوی دی.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په همدې اړوند د هېواد له ګوټ ګوټ څخه مبارزو ځوانانو په کابل کې هم د پرلت خېمه وهلې، هره ورځ منظمې غونډې کوي او هڅه کوي چې په لر اوبر افغان وطن کې د پاکستاني پوځ د ظلمونو او روان وحشت په اړه د افغانانو غږ تر نړيوالو ورسوي.
د لاریون یوه ګډونوال سمیع الله پژواک اژانس ته وویل، نن د کندهار سلګونه ځوانان راټول شوي او د کرښې په دواړو غاړو کې د افغان وژنې په خلاف خپل غږ پورته کوي.
هغه زیاته کړه، د پاکستان او هغو ترهګرو د ظلمونو په خلاف چې هره ورځ د افغانانو وینې تویوي، دا اوچت شوی غږ به نور هم پراخېږي او د افغان وطن تر ګوټ ګوټ پورې به رسېږي.
وروسته لاریون کوونکي د موټرو په یوه لوی کتار کې چې په ملي بیرغونو پوښل شوي وو او ملي ترانې یې غږولې د کندهار ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل.
د دغه لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې له نړيوالې ټولنې یې غوښتي وو چې پاکستان دې د ترهګرۍ جوړونکي، روزونکي او تمويلوونکي هېواد په توګه وپېژني او بنديزونه دې ورباندې ولګوي.
په پرېکړه لیک کې دغه راز راغلي وو چې منظور پښتین د هر مظلوم اواز دی او ټول افغانان د هر مظلوم د حق غوښتنې د مبارزې ملاتړ کوي او د منظور پښتين تر شا ولاړ دي.
په پرېکړه لیک کې د کابل پرلت جوړوونکو د هڅو ستاينه او ملاتړ شوی و او یادونه وشوه چې ددې غږ د لا قوي کولو لپاره له کندهاره سلګونه ځوانان کابل ځي.
دغه راز په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې طالبان دې د افغان حکومت له خوا د سولې وړانديز ومني او له افغان وژنې دې لاس واخلي.
په پښتونخوا کې منظور پښتون چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دی له هغه وروسته د پاکستاني پوځ او ریاست په خلاف د پراخو لاریونو او احتجاج لړۍ پیل کړه چې د هغوی له خوا د پښتون وژنې او ځورونې لړۍ زور واخیست.
پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې په نوم پیل شوي غورځنګ سره په افغانستان او نوره نړۍ کې هم افغانانو خپل یووالی او ملاتړ ښودلی دی.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن