فراه (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د فراه ولايت مرکز کې د روشن مخابراتي شبکې يو انتن له دې امله سوځولى چې مسوول شخص يې دغه انتن د دوى له لارښوونې سره سم په ټاکلي وخت نه و غیر فعال کړی.
د فراه په مرکز کې د نوبهار کلي اوسېدونکي ميراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا دولتي مخابراتي شبکو انټنونه له درېيو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو په امر د ماښام له اوو د سهار تر اوو بجو پورې پرې کېږي.
هغه وايي چې تېره ورځ طالبانو د فراه د مرکز په نوبهار کلي کې د روشن مخابراتي شبکې انتن ځکه سوځولى چې مسوول يې په بندولو کې ځنډ کړى و.
د فراه ولايتي شورا غړي دادالله قانع د دغه خبر د پخلي تر څنګ په فراه کې د مخابراتي شبکو د انتن پرې کول د اندېښنې وړ بولي او وايي چې له دغه کار سره خلک په ځانګړي ډول ناروغ لرونکي له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
طالبانو په دغه ولايت کې د روشن مخابراتي شبکې د انتن سوځولو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې مخابراتي خدمتونه د امنيتي ګواښونو له امله د لنډ وخت لپاره پرې کېږي او د دغو ګواښونو په لرې کېدو بېرته د فعاليت اجازه ورکوي.
په فراه ولايت کې د سلام دولتي شرکت تر څنګ د افغان بې سيم، روشن، اتصالات او اېم ټي اېن خصوصي مخابراتي شرکتونه فعاليت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن