ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار سيندونو کې د اوبو کچه د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې

د تخار سيندونو کې د اوبو کچه د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې

author avatar
3 Apr 2018 - 12:28
د تخار سيندونو کې د اوبو کچه د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې
author avatar
3 Apr 2018 - 12:28

تالقان(پژواک،١٤ورى٩٦):دتخار د اوبو د تنظيم ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سيندونو کې د اوبو کچه د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې چې کروندګر به له ستونزو سره مخ کړي.

د تخار د اوبو د تنظيم رييس محمد سالم اکبر د وري په ١٤مه يوې خبري غونډې ته وويل چې تېر کال په همدې مهال کې د تالقانو په سیند کې څه باندې ۳۶ متره مکعب اوبه وې، خو سږ کال يې کچه ډېره کمه شوې ده.

هغه وايي چې د نمک اب او بنګي ولسواليو په سیندونو کې هم اوبه کمې شوي چې کروندګر به له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی وايي چې د اوبو د تنظیم او عادلانه وېش لپاره یې کمېټې جوړې کړي چې له یوې خوا به د اوبو عادلانه وېش وکړي او ترڅنګ به یې په همدې برخه کې د قومي شخړو مخنیوی هم وکړي.

نوموړی زیاتوي: ((د تالقانو د سیند حوزوي کمېټه کې د ولایت، د اوبو تنظیم، کرنې او مالدارۍ، ولایتي شورا، د اوبو د مصرفولو ټولنې او د کروندګرو استازي ګډون لري او د ولسوالیو په کمېټو کې بیا ولسوالان، د اوبو د تنظیم امرین، د کرنیزو خدمتونو امرین، پرمختیايي شورا ګانې، د اوبو مصرفونکې ټولنې، دیني عالمان او قومي مشران ګډون لري.))

خو بل لورته د تخار ګروندګر بيا شکایت کوي چې د اوبو د تنظیم ادارې د اوبو په وېش سم کار نه کوي چې دغه مسئله د قومونو تر منځ د شخړو ډېرېدو لامل شوې ده.

د خواجه غار ولسوالۍ د دروازه کن د سیمې یو کروندګر ضیاءالدین پژواک ته وويل، هغه کروندګر چې د شهروان نهر په لومړیو برخو کې ژوند کوي ډېرې اوبه لګوي او په خبره یې چې د پای برخو کروندګرو ته د څښلو اوبه هم نه ور رسېږي.

دی وايي: ((که حالت همداسې دوام وکړي او موږ ته په نهر کې اوبه را پرې نږدي، موږ به له سختو ستونزو سره مخ کړي.))

همدارنګه د بهارک ولسوالۍ د قربان ایشان د کلي اوسېدونکي حاجي محمد یعقوب پژواک ته وويل چې د اوبو د تنظیم ادارې باید د اوبو عادلانه وېش وکړي ترڅو ټولو ته یو شان اوبه ورسېږي.

نوموړی وايي: ((حکومت باید اوبه په ټولو یو شان ووېشي، سیسټم دې ورته جوړ کړي، که اوبه په ټولو یو شان و نه وېشل شي د اوبو پر سر د قومي شخړو شونتیا ډېره ده.))

خو د اوبو د تتظیم ادارې چارواکي وايي چې د اوبو د مدیریت او وېش کمېټې د کار په پیلېدو سره به دغه ستونزې هوارې شي.

دغه راز د تخار د کرنې او مالدراۍ رییس محمد سالم ساعي بيا وايي چې کروندګر باید هغه تخمونه وکري چې لږو اوبو ته اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.