ميمنه (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): د فارياب ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شرين تګاب، خواجه سبزپوش او کوهستان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د شرين تګاب ولسوالۍ سرپرست عبدالحکيم تُرک اوغلي وايي، وسله والو طالبانو چې په پرمختللو وسلو سمبال وو تېره شپه د شرين تګاب ولسوالۍ صيادغره سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول .
ده وويل چې په دې نښته کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره چې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ، خو زياته يې کړه چې که مرکزي اداره د وسله والو طالبانو د ځپلو او د امنيتي سرتېرو د تجهيز په برخه کې اقدام وکړي حالت به بدلون وکړي.
په شرين تګاب کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان نجيب الله قاطع وايي چې نهه امنيتي سرتېري د تېرې شپې په نښته کې وژل شوي دي .
ده وويل چې د ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو سرتېري موجود و خو د وسله والو طالبانو د بريد پرمهال يې د دوى د امنيتي سرتېرو ملاتړ نه دى کړى.
د کوهستان ولسوال عبدالرحمان پناه وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ ددې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ او د ملاعارف په نامه پر يوې سمې بريد وکړچې د ولسي پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول .
ده زياته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، د ولسي پاڅون دوه قوماندانان هر يو محمدظاهراو محمد نادر هم وژل شوي او يوتن ټپي دى.
ده وويل:(( موږ چې هرڅومره فرياد کوو دولت پام نه راته کوي ، وسله وال هر ورځ پر ولسوالۍ او هغو درې کليو چې ددولت په کنټرول کې دي، بريدونه کوي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.))
دغه راز د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وويل چې تېرماښام د طالبانو د بريد په ترڅ کې ددې ولسوالۍ د قزل سيمه سقوط شوې، يو ولسي پاڅون کوونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن