ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمس: پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر موخه د تاوتريخوالي کمول و

شمس: پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر موخه د تاوتريخوالي کمول و

author avatar
29 May 2018 - 11:57
شمس: پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر موخه د تاوتريخوالي کمول و
author avatar
29 May 2018 - 11:57

کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧) : په اسلام اباد کې لوړ پوړى افغان ديپلومات وايي چې پاکستان ته د افغانستان د امنيتي پلاوي دسفر موخه د سولې پرمختګ او د روان تاوتريخوالي مخه نيول و .

د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار حنيف په مشرۍ لوړ پوړي امنيتي پلاوي دوه ورځې مخکې اسلام اباد ته سفر وکړ، په دې پلاوي کې د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزى، لوى درستيز جنرال يفتلي او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک هم شامل وو.

دوى د پاکستان د ملي امنيت سلاکار او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره دوه ځانګړې ليدنې وکړې او ددواړو هېوادونو ترمنځ دسولې د پيوستون د عملي پلان پر عملي کولو يې خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې سفر اصلي موخه د ياد پلان  عملي کول و .

هغه زياته کړه، دا پلان ددواړو هېوادونو ترمنځ نهايي شوى او پر اوو اصولو سره دواړو هېوادونو موافقه کړې ده.

شمس وايي، په هېواد کې د روانې وينې تويېدنې او تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د ولسمشر اشرف غني په ځانګړې لارښوونه دغه پلاوي سفر وکړ او له پاکستاني پوځي چارواکو سره يې د سولې پيوستون د عمل پلان پر عملي کولو خبرې وکړې.

د نوموړي په وينا، د ياد پلان له مخې چې دواړو هېوادونو کومې ژمنې کړې وې، اوس بايد عملي شي .

هغه وويل، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له پاکستانيو پوځي چارواکو سره په ليدنو کې هغوى ته ډاډ ورکړ چې افغان لورى خپلې ژمنې عملي کوي او له هغوى يې هم د کړو ژمنو عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د افغان سفارت مرستيال ددې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د افغان سولې پرمختګ او روان تاوتريخوالي په کمولو کې څه مرسته کولى شي، وويل چې په نهايي شوي سند کې يو لړ داسې اقدامات شته چې له مخې يې دغه کارونه کېدلى شي.

زردشت شمس په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل، خو ويې ويل چې دواړو لوريو د کاري ګروپونو پر جوړولو موافقه وکړه او هغوى به نور کارونه پرمخ وړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.