زرنج ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۷): د تېلو د تصفیې يوه خصوصي شرکت د نږدې درې ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په نيمروز ولايت کې خپل فعاليت پيل کړ.
د نيمروز والي انجنير محمد سمېع د عطا فلتر پرېس خصوصي شرکت د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې د ملي يووالي حکومت يوه مهمه موخه، د خصوصي سکتور پياوړتيا ده چې ورځ په ورځ عملي کېږي.
د نيمروز والي زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې په نيمروز ولايت کې بېلابېل توليدي شرکتونه جوړ او فعاليتونه يې پيل کړي چې د کورنيو توليداتو پر پياوړتيا يې مثبته اغېزه کړې ده.
هغه زياته کړه چې د تېلو چاڼ شرکت په جوړېدو سره ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې او د نيمروز ځايي حکومت به هڅه وکړي چې خصوصي سکتور لا ډېر پياوړی او ملاتړ ترې وکړي.
د نيمروز ولايتي شورا مشر بازمحمد ناصر هيله څرګنده کړه چې حکومت له خصوصي سکتور څخه لا ډېر ملاتړ وکړي.
له بلې خوا په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد موسی هوتک د پانګونې لپاره غوره امنيت اړين وباله او په دې برخه کې يې د نيمروز د چارواکو د هڅو ستاينه وکړه.
د عطايي فلتر پرېس تېلو تصفيې شرکت مسوول ميرويس عطايي وويل چې ياد شرکت د دوه ميليونه او اته سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت سره جوړ شوی او د ورځې د ۱۱ټانکره تېلو د چاڼولو وړتيا لري او ۳۲کار کونکي او ۳ انجنيرانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د نيمروز ولايت د تېلو چارو مشر نجيب الله صديقي هم تاييد کړه چې د نيمروز په ګمرک کې، دولتي لابراتوار نشته چې د تېلو کيفيت و ارزوي او يوازې يو قرار دادي لابراتور شته چې تېلي مواد په دقيقه توګه نه کنټرولېږي.
هغه وويل چې د دوی ادارې په ۳ مياشتو کې ۴۳۰ د ټيټ کيفيت لرونکي تېل بېرته له هېواد څخه بهر ته مسترد کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن