کندوز(پژواک،٢١غبرګولى٩٧): په کندوز کې د څه د پاسه ٣٢ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا دوه شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د برېښنا لومړۍ شبکه د ٢٩ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې په ١٦ کليو کې ١٣٥٠٠ کورنيو ته برېښنا ورکوي.
هغه وايي چې دويمه پروژه د ٣،٢ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې درې زره کورنيو ته برېښنا ورکوي.
نعيمي زياته کړه: (( د عامه خدمتونو د لاپراختیا په موخه دې خلک د برېښنا مصارف پر وخت تحویل کړي او هم دې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې په ملي مسوولیت سره کار وکړي.))
دغه راز نعيمي ټينګار وکړ چې د دغه شان پروژو د پلي کېدو لپاره بايد خلک له امنيتي ځواکونو سره د امنيت د ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي.
همدارنګه په دې غونډه د برېښنا شرکت عمومي رييس امان الله غالب وويل چې د هېواد اتيا سلنه برېښنا وارداتي او پاتې نور يې د افغانستان د اوبو له سرچنيو څخه ده.
هغه زياته کړه: (( له کندوز څخه د تاجکستان وارداتي برېښنا نورو ولايتونو ته تېره شوې او زه هيله مند يم چې د کاسا زر پروژې په تطبيق سره کندوز کې هم د پام وړ تغيرات راشي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې په کندوز کې دولتي ادارو او ډېرو لږو کورنيو ته برېښنا ورکړل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن