ترينګوټ ( پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۷) د اروزګان ولایت ديني عالمانو،قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو د يوې لویې غونډې په ترځ کې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند ملاتړ وکړ.
د ولایت مقام په احمد شاه ابدالي تالارکې د سولي د ټینګښت او لنډ مهاله اوربند په ملاتړ راټول شوو ګډونوالو له دولت او وسله والو طالبانو څخه مننه وکړه چې د اختر په مناسبت يې د لنډ مهاله اوربند پرېکړه وکړه .
دوى له دواړو لوريو څخه ددايمې سولې او اوربند لپاره د هلو ځلو کولو غوښتنه وکړه.
د غونډې يو تن برخوال او د سولې د ولایتي دفتر مشر سرکاتب محمد شاه وویل، ټول افغانان سولې ته په تمه دي او په دې برخه کې چې هره پرېکړه کېږي، دوى يې هرکلى کوي.
هغه زياته کړه، د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ لومړنی لنډمهاله اوربند د سولې پر راتګ د افغانانو هیلي زیاتې کړي او ښکېلې خواوې دې اوربند ته ژمنې پاتې شي.
دیني عالم مولوي حمدالله ابدالي بیا له دولت او طالبانو څخه مننه وکړه چې د اختر په ورځو کې يې اوربند وکړ .
ابدالي له دولتي چارواکو وغوښتل چې د دایمي سولې د راتګ او د تل لپاره د جګړی د درېدو پر لارو چارو کار ترسره کړي.
د اروزګان لسګونو مېرمنو هم د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د لنډ مهاله اوربند ملاتړ وکړ او غوښتنه یې وکړه چې باید دواړه خواوې دغه اوربند ته ژمنې پاتې شي او د اوږدې مودې لپاره یې وغځوي.
د اوربند په ملاتړ راغلې اروزګانۍ مېرمنې صبرګلې چې خاوند یې په وروستیو جګړو کې هم له لاسه ورکړى پژواک ته وویل، ټولې افغان ښځې د سولې د راتګ په تمه دي او هره پرېکړه چې جګړه دروي د هغوی ملاتړ کوي.
صبرګله وایي، که څه هم روانې جګړې ترې خاوند اخیستى خو بیاهم هیله لرې چې سوله راتلوونکې ده او جګړه پای ته رسېږي.
د غونډې ګڼ شمېر نورو برخوالو هم د ياد اوربند ملاتړ وکړ او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې د عملي سولې د راتګ لپاره لاس په کار شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن