ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو ځينې اوسېدونکي:په بې وزلۍ او تنګسې سره اختر نه شوو لمانځلی

د باميانو ځينې اوسېدونکي:په بې وزلۍ او تنګسې سره اختر نه شوو لمانځلی

author avatar
15 Jun 2018 - 10:11
د باميانو ځينې اوسېدونکي:په بې وزلۍ او تنګسې سره اختر نه شوو لمانځلی
author avatar
15 Jun 2018 - 10:11

کابل(پژواک،۲٥غبرګولی۹۷): د باميانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د بې وزلۍ او تنګسې له امله اختر په خوشحالۍ سره نه شو لمانځلی او له بلې خوا په هېواد کې جګړې او نا امنۍ خلک له ژوند څخه نهيلي کړي دي.

 مسلمانان هر کال د روژې مبارکې مياشتې په ختمېدو سره، د کوچني اختر ورځ لمانځي، له خپلو نږدې خپلوانو او دوستانو کره ورځي او دغه نيکمرغه ورځې د وچو او تازه مېوو په خوړلو سره تېروي.

د بېلا بېلو سيمو خلک ځانته ځانګړي دودونه لري. د باميانو په ګډون په مرکزي سيمو کې هم ځانګړي دودونه شته.

 خو د باميانو اوسېدونکي وايي چې ددغه ولايت ډېری خلک د بې وزلۍ له کرښې څخه په ټيټه کچه کې ژوند کوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره، د خلکو اقتصادي وضعيت لا پسې خرابېږي او په دا ډول وضعيت سره اختر په خوشحالۍ سره نه شي لمانځلی.

د باميانو ولايت اوسېدونکی برات، اختر د مسلمانانو د خوشحالۍ جشن ګڼي، خو هغه د هېواد په ګوټ ګوټ کې شته جګړو او نا امنيو څخه ستړی دی او وايي چې جګړو او د بې ګناه خلکو وژلو په ټولو خلکو اختر تريخ کړی دی.

هغه پژواک ته وويل:” هره ورځ جنګ وي او د اختر په ورځو کې د افغانستان ډېری کورنۍ د خپلو هغو خپلوانو د غم په ټغر کېني چې د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې وژل شوي او دې غمجنې فضا د ټولو هېوادوالو لپاره د اختر خوشحالي په غم بدله کړې ده.”

۱۲کلنه فهيمه چې په يوه بې وزله کورنۍ کې ژوند کوي وويل:” موږ پوهېږو چې اختر کېږي او خلک اختر په خوشحالۍ سره تېروي،خو زموږ لپاره د اختر او نه اختر ورځو توپير نشته، ځکه موږ نه د پېرلو لپاره پيسې لرو او نه د اختر لپاره چمتوالی لرو، نو چې شي نه لرم موږ ته اختر له نورو ورځو سره توپېر نه لري.”

هغه زياته کړه، ددې لپاره چې کورنۍ يې بې وزله ده، تل غالۍ اوبي او له ښوونځي څخه هم بې برخې شوی او په خپل عمر کې يې هېڅ خوشحالي نه ده ليدلې.

هغه بې وزله کسان چې د باميانو په سمڅو او کنډوالو کې ژوند کوي، نه يواځې د ځان لپاره د اختر ورځو لګښتونو پوره کولو توان نه لري، بلکې د خپلو ماشومانو لپاره يې هم نه لري او ددغو کورنيو غوڅ اکثريت چې شمېر يې له ۳۰۰کورنيو ډېر دی، ان د خپلو ماشومانو لپاره د نويو جامو برابرولو توان هم نه لري او د اختر په ورځو کې يواځې د نورو خلکو د خوښيو ننداره کوي.

محمد علي چې يوه اووه کسيزه کورنۍ لري او د باميانو په يوه سمڅه کې ژوند کوي وويل چې د اختر په ورځو کې د خلکو مرستو ته په تمه وي، خو مرستې ډېرې کمې دي، بې وزله کسان ډېر دي او دوی ته مرستې نه رسېږي.

هغه زياته کړه چې ټول سمڅ مېشتي او هغه بې وزله کسان چې ددوی په سيمه کې ژوند کوي وايي چې د اختر په ورځو کې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره د جامو او يا کيک او کلچو اخيستلو توان نه لري.

دغه سمڅ مېشتي وويل:” موږ له خدايه غواړو چې زموږ پر حال ورحمېږي او د خپل رحمت له دروازې څخه دې موږ ته حلاله روزي راکړي او د اختر په ورځو کې د ټولو مسلمانانو لپاره د خوښۍ هيله کوم.”

د باميانو ولايت يوه ديني عالم نعمت الله صادقي وويل چې د نبي کريم (ص) او خلفای راشدينو سيرت له بې وزلو سره مرسته، د يتيمانو لاس نيوی، د ناروغانو، خپلوانو او ګاونډيانو پوښتنه ده.

هغه زياته کړه:” د اسلام له ګران پيغمبر څخه ډېر روايتونه لرو چې مسلمانانو ته يې ټينګار کړی چې د اختر په ورځو کې له بې وزلو سره مرستې وکړي او د فطر صدقې په ورکولو سره چې يو شرعي تکليف دی او د اختر برخه ګڼل کېږي، اختر بشپړ کړي. “

هغه زياته کړه چې پر شرعي تکليف سربېره چې بې وزلو ته د روژې په مبارکه مياشت کې د فطر صدقې ورکړه ده، اخلاقي دنده هم ده چې د اختر په ورځو کې هر مسلمان له خپل توان سره سم بې وزلو، د شهيدانو، يتيمانو کورنيو او بې وزلو ګاونډيانو او هغو ناروغانو ته چې په روغتونونو کې دي مرسته وکړي.

له بلې خوا د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست احمد حسين احمد پور پژواک ته وويل چې له بده مرغه د شته شمېرنو له مخې، د باميانو ۵۰سلنه خلک د بې وزلۍ کرښې څخه په ټيټه کچه ژوند لري .

نوموړي وويل:” له شتمنو څخه زموږ تمه داده چې بې وزلي دې د اختر په خوشحاليو کې شريک کړي او په دغه عمومي جشن کې د هغوی شريکول هغه مهال شوني کېږي چې مادي مرستې ورسره وشي.”

هغه زياته کړه چې خلک په باميانو کې د اختر په لومړۍ ورځ د خپلو خپلوانو ليدو ته ورځي ، دغه راز د شهيدانو زيارتونو او هديرو ته ځي او د اختر په دويمه او درېيمه ورځ ډېری خلک تفريح او ساعتيري کوي.

نوموړي وويل چې حکومت د اختر په ورځو کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره ځانګړی پروګرام لري او بايد په خلکو کې د مرستې او همکارۍ کلتور دود شي او دغه کلتور له يو او بل سره د مرستې او همکارۍ له لارې پراخېږي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.