هرات(پژواک،٢ چنګاښ ٩٧): د هرات چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په دغه ولايت کې يو ديني عالم وژلى دى
د سرچينو په وينا، ددغه ولايت مشهور ديني عالم او د حکمت په نامه د راډيو د امتياز خاوند ٥٥کلن شيخ حاجي محمد جعفر توکلي تېره شپه د ٦٣متره په ساحه کې ووژل شو .
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل چې د ياد ديني عالم جسد روغتون ته راوړل شوى دى.
تراوسه ددغه ديني عالم د وژنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى .
بلخوا له ارګ څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د توکلي وژنه غندلې او عاملين يې د اسلام او انسانيت دښمنان بللي دي.
ولسمشرغني، توکلي د هېواد مشهور ديني عالم ياد کړى او ويلي يې دي چې هغه د اسلامي لارښوونو په تبليغ کې زياتې هڅې کړې دي.
ولسمشر امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې چې ددغې پېښې څرنګوالى و ارزوي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن