کابل (پژواک،٤ چنګاښ ٩٧) : د اوبو او انرژۍ مخکنى وزير علي احمد عثماني د اجراييه رياست سلاکار ټاکل شوى دى.
عثماني تر کوچني اختر مخکې د ولسمشر اشرف غني له خوا له دندې لرې کړل شو، خو د اجراييه رياست له خوا ورته ويل شوي و چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.
د ولسمشر له خوا تر لرې کېدو يوه ورځ وروسته نوموړي په اجراييه رياست کې د چين له يوې کمپنۍ سره داوبو او انرژۍ په برخه کې يو تړون هم لاسليک کړى و.
د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې د چنګاښ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوبو او انرژۍ مخکنى وزير علي احمد عثماني د اجراييه رياست سلاکار ټاکل شوى دى.
ځينو سرچينو ويلي و چې د ولسمشر له خوا تر لرې کېدو وروسته د عثماني دفتر مهر لاک شوى او وزارت ته نه پرېښودل کېږي، خو ځېنو نورو ويلي وو چې هغه وزارت ته ځي.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې نوموړى تر اختره وروسته وزارت ته نه و تللى .
بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستيال سيد احمد شاه سادات له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
سادات خپل استعفا ليک په خپله فيسبوک پاڼه کې خپور کړى او ليکلي يې و چې د ځېنو ستونزو له امله نه شي کولى خپلې دندې ته ادامه ورکړي.
هغه زياته کړې چې استعفا يې ولسمشر ته لېږلې او ترڅو پورې چې منظوره شوې نه وي، کار ته به ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن