کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧) : ولسمشراشرف غني وايي چې سولې ته بېړه شته، د دې لپاره چې له ټاکنو وروسته سوله وشي، ولې همدا اوس يې نه کوو.
ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د نظارت او انسجام د مشترک بورډ (JCMB) په ۲۱مه ناسته کې چې د ګڼ شمېر بهرنيو چارواکو په شتون کې جوړ شوې وه، وکړې.
لومړى د ماليې سرپرست وزير ډاکتر همايون قيومي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر يوناما مشر داداميچي ياماموتو خبرې وکړې.
ورپسې ولسمشر اشرف غني خپله تفصيلي وينا وکړه او تر ډېره بريده د سولې پر موضوع وغږېده.
هغه زياته کړه،د اوسنیو او پخوانیو هيلو ترمنځ توپير دا دی چې پخوا افغانانو له نورو غوښتل چې دوی ته سوله راولي، خو نن د سولې لپاره خپله تګلاره، خپله اراده، خپل پلان او خپل ملي ابتکار لري.
ده وويل، سولې ته رسېدل په اوله برخه کې د سولې تړون دی او بیا د سولې پروسه ده. د سولې پروسه ولې ضروري ده؟ ځکه د سولې پروسه دا ضمانت کوي چې د سولې تړون دوامداره شي او دغه پروسه په ولسواک فرهنګ باندې بدله شي.
د ولسمشر په وينا، د سولې دې پروسې په پايله کې به هر افغان له بل افغان سره ځان مساوي وګڼي او د لوبې اصول به داسې جوړ شي چې هر څوک خپل ځان په دغه پروسه کې وګوري.
اشرف غني وايي، د سولې پروسه اوږده ده، مختلفې مرحلې لري او د اطمينان فضا غواړي، باید د زغم او منلو فرهنګ عام شي، که چېرې د لوبې قواعد ونه منل شي، نو ثبات ته نه شي رسېدلی او د دې قیمت به یواځې د افغانستان ولس ورکوي.
ده زياته کړه : (( زما فرضیه دا ده چې ملت اصلاحات غواړي، زغم او پوهه لري او تاسې به وګورئ چې دغه فرضیه به د انتخاباتو او سولې پروسه کې ثابته شي، نو ضرور ده چې د زغم دا فرهنګ عام شي.))
د هغه په وينا، د سولې لپاره فرهنګي بدلون ته اړتیا ده، سولې ته د رسېدو لپاره د لوبې قواعدو او اصولو ته په پام، انعطاف ته ضرورت شته.
هغه وايي : ((موږ ټولو په اوربند کې د سولې د نعمت خوند ولید، د جګړې قیمت مو هم مخکې له اوربند او هم وروسته له اوربند څخه ولید، نو که چېرته د اوربند په مقابل کې سیاسي او دیني دلایل نه و موجود؛ نو بیا ولې وینه تویوو؟ زه ځکه د سولې د مذاکراتو د شروع کولو لپاره ناره کوم او غږ پورته کوم.))
ولسمشر غني وويل، د سولې د راوستو لپاره څه ډول ملګرتیا او شراکت په کار دی. اول ټولو افغانانو ته د طالبانو په ګډون د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې یو ښه فرصت دی، نورو هېوادونو کې چې د سولې خبرې کېږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفانو ته د دې زمینه برابره شي ترڅو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن