هرات (پژواک ١٨ زمرى ٩٧): د هرات مسوولين وايي چې په هرات ښار کې د چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه په يوه موټرسايکل کې د ځاى په ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله د هرات ښار په لومړۍ ناحيه کې د پخوانۍ قول اردو په سرک کې شوې ده.
ده زياته کړه، دغه پېښه د سيمه ييزو پوليسو د مخکيني قومندان امير شينډنډي د موټر په مخ کې شوې چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون ٤ تنه وژل شوي او د شينډنډي په شمول ١٢ تنه ژوبل دي.
د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن