کابل(پژواک،٢٨زمرى٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې سیاسي ګوندونه، ځوانان، ښځې او د ټولنې ټول اقشار د سولې په اړه اجماع لري.
دغه څرګندنې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له بېلابیلو اقشارو سره د خپلو مشورتي کتنو په لړ کې پرون ماښام د سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې ، ښځو او ځوانانو له یو شمېر استازو سره د کتنې پرمهال وکړې.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې احمدشاه ځدراڼ د سیاسي ګوندونو، ملیحې ملکپور د ښځو او مطیع الله ځلاند د ځوانانو په استازیتوب د ټاکنو، اوربند، سولې او اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې طرحې، نظریات او وړاندېزونه له ولسمشر سره شریک کړل.
وروسته ولسمشر غني وویل چې د سیاسي ګوندونو، ځوانانو، ښځو او د ټولنې د ټولو اقشارو اجماع پر سولې ده او دغه راز د علماو متفقه فتوا او ملي اجماع هم په دې برخه کې وجود لري.
هغه زياته کړه چې له هغو مشورو څخه په استفادې چې د ټولنې له نورو اقشارو سره شوي، د نوي اوربند لپاره کاري او عملي پلان چمتو کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن