تعقيبي-جلال اباد (پژواک ۲۷ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې تر ځانمرګي بريد وروسته يې د ځانمرګو بريدګرو يوه څلور کسيزه شبکه نيولې ده.
چارواکي وايي، ياد بريد نن د زمري په ۲۸مه تر غرمې وروسته نږدې څلور بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د انګورباغ په سيمه کې په يوه مدرسه کې شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې بريدګر وژل شوی او تر بريد وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته رسېدلي دي.
دی وايي، د ملي امنیت منسوبینو د اطلاعاتو له مخې د ځانمرګو بریدګرو یوه شبکه تر تعقیب لاندې وه،چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې یې د نیولو په موخه عملیات ترسره کول،چې د عملیاتو د پیل وړاندې ځآنمرګي بریدګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
هغه زياتوي، د چاودنې له امله بريدګر ووژل شو؛ خو څلور نور ملګري یې ژوندي ونیول شول .
د نوموړي د معلوماتو له مخې د ځانمرګو بریدګرو یاده شبکه د ملي امنیت د ځانګړي تعقیب او عملیاتو د ترسره کېدو له امله په څلورمه ناحیه کې د عبدالله بن فتاده مدرسې ته د ننه شوي،چې په یاده سیمه کې یې ځانمرګی بریدګر ووژل شو او څلور نور د شبکې غړي ژوندي ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده،چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت مؤظفینو په جلال اباد ښار کې د ځآنمرګو بریدګرو یوه بله اووه کسیزه شبکه هم د پېښو د رامنځته کېدو وړاندې ونیوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن