کابل (پژواک، ۸ وږی ٩٧): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سپېڅلو بشري باورونو او ارزښتونو ته سپکاوی د منل شوو اخلاقي معیارونو او بیان ازادۍ خلاف وبلله او د هالنډ له دولته یې وغوښتل چې د دې سناریو درولو لپاره تر خپل توان پورې هڅه وکړي.
د راپورونو پر اساس، ټاکل شوې په هالنډ کې د حضرت محمد ص په اړه له سپکاوي ډکه سیالي ترسره شي.
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص پر وړاندې د بې حرمتۍ د کاريکاتور دغه سیالي د هالنډ هېواد د پارلمان د یو غړي له خوا اعلان شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغې خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن پژواک ترلاسه کړې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د توهین کوونکو انځورونو د جوړېدو او خپرېدو د سیالۍ په اړه د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سټیف بلاک سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
سرچینې لیکلي چې رباني سپېڅلو بشري ارزښتونو ته بې حرمتي د منل شوو اخلاقي معیارونو او بیان ازادۍ خلاف وګڼل او د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر یې وغوښتل چې د دې سناریو درولو لپاره چې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا یونیم میلیون مسلمانانو د سپېڅلو احساساتو پارېدو لامل ګرځي، د توان تر حده هڅه وکړي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له دې موضوع سره هېڅ اړیکه نه لري او هڅه به وکړي چې د هېواد د قانون په چوکاټ کې وکولای شي د دې پېښې پر وړاندې غبرګون وښيي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن