کابل (پژواک، ٩وږى ٩٧) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال ٤٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه ګډ عملیات د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ په ننګرهار، کونړ، غزني، پکتیا، کندهار، اروزګان، کندوز، فاریاب، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د سرچينې په خبره چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۲۴ طالب ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او د دښمن ۶ موټر او موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۵ ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپيان، د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۳ شکمن کسان نیول شوي او د لغمان مرکز اړوند سیمه کې د یو تن پاکستاني او یو تن چیچیني ترهګرو په ګډون ۴ ترهګر وژل شوي او ۲ چیچینایان ټپيان شوي دي .
همدا راز د ننګرهار په خوګیانو ولسوالۍ کې ۲ داعشیان وژل شوي او یوه قرارګاه يې له منځه وړل شوې، د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې ۳ ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د دښمن یو موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن