قلعه نو(پژواک، ١٨ وږى ٩٧): د بادغيس پوليس ادعا کوي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد کړى چې د نښتې پرمهال د بادغيس لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان له ١١وسله والو سره وژل شوى دى.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ابکمري ولسوالۍ د «هفت شهید» پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې د نښتې پرمهال د بادغيس لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان مولوي نظير مطمين له ١١وسله والو سره وژل شوى دى .
هغه زياته کړې چې په دغه بريد کې ١٦نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.
د نوموړي په خبره ، طالبانو پلان درلود چې دغه پوسته ونيسي، خو له ماتې سره مخ او بريد يې په شا وتمبول شو .
د اميني په وينا چې په دغه بريد کې د يادې پوستې قوماندان هم وژل شوى او يو سرتېرى ټپي دى .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن