ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو د دایمیرداد په جګړه کې لسګونه دولتي سرتېري وژل شوي

د میدان وردګو د دایمیرداد په جګړه کې لسګونه دولتي سرتېري وژل شوي

author avatar
10 Sep 2018 - 12:03
د میدان وردګو د دایمیرداد په جګړه کې لسګونه دولتي سرتېري وژل شوي
author avatar
10 Sep 2018 - 12:03

ميدانښار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): ځينې سرچينې د طالبانو لاس ته د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ د لوېدو خبرونه ناسم بولي، خو وايي چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو ولايتي شورا منشي عبدالوحيد اکبرزوی نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ پر ودانيو بريدونه وکړل، خو د ملي اردو ځانګړي ځواکونه ور ورسېدل او د طالبانو بريدونه يې پر شا وتمبول.

دى وايي چې د ولسوالۍ مرکز اوس مهال د دولتي ځواکونو په لاس کې دى.

خو هغه وايي چې د تېرې شپې په دغه بريد کې د ملي اردو ۶۸ سرتېري وژل شوي او مړي يې په کابل کې د سردار محمد داوود پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وويل چې دغه معلومات ده ته د امنيتي ځواکونو يوه قوماندان ورکړي دي.

دى وايي چې په دغه بريد کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورته نه ده معلومه.

خو د ميدان وردګو ولايتي شورا غړى شريف الله هوتک بيا وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دايميرداد ولسوالۍ په بشپړه ډول نيولې ده.

د هغه په وينا، تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر مرکز په بريد کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ٤١ سرتېري وژل شوي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره ورسره نشته.

د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور بيا وايي چې په دايميرداد کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ياده شمېره يې نه تاييدوي.

هغه زياته کړه، دوی د معلوماتو په راټولو بوخت دي او نور جزئيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت درانى هم په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې يادې شمېرې نه تاييدوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبانو تېره شپه د دايميرداد ولسوالۍ نيولې او ٧٠ دولتي سرتېري يې وژلي دي.

دى وايي چې په دې جګړه کې څلور طالبان هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، د خپرو شوو راپورونو له مخې وړمه شپه هم د دې ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په بريد کې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ۱۱ پوليس او پنځه طالبان وژل شوي وو.

دغه راز سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه بريد کې ١٥ طالبان ټپيان شوي هم وو.

دولتي سرچينې بيا ادعا کوي چې د وړمې شپې په بريد کې ۵۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ټپيان دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.