جلال اباد (پژواک، ٢٠ وږى٩٧): په ننګرهار کې د جلال اباد- تورخم پر لويه لار پر لاريون کوونکو ځانمرګى بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه شاوخوا يوه بجه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د مومنددرې ولسوالۍ د ډکې په سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې د شينوارو خلکو په ياده سيمه کې نن سهار لاريون کړى و او په ډکې سيمه کې يې خېمه درولې وه.
نوموړى وايي چې په دې پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار د شينوارو اوسېدونکو دسيمه ييزو پوليسو ديو قوماندان لخوا دملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه لاريون کړى و او د تورخم جلال اباد لاره يې تړلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن