جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۷): په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د پخوا په پرتله په ننګرهار کې د جګړې د ملکي قربانيانو په شمېر کې ډېروالی راغلی او دغه برخه کې يې خپله اندېښنه هم شريکه کړه.
د دغه کمېسيون مشرې صبرینا حميدي د وږي په ۲۷مه جلال اباد ښار کې د جګړې د قربانيانو په ياد جوړه شوې غونډه کې د وينا پرمهال دا څرګندونې وکړې.
مېرمن حميدي وايي،افغانستان او د نړۍ يو شمېر هېوادونه د تروريزم ښکار ګرځېدلي چې له امله د قربانيانو په شمېر کې هر کال زياتوالی راځي او دغه ورځ هر کال په ټولې نړۍ کې د قربانيانو د يادونې په پار نمانځل کېږي.
هغې زياته کړه، له ۱۳۸۸ کال راهيسې تر اوسه په ټول هېواد کې د ۶۴ زره او ۱۰۴ تنه د جګړې قرباني شوي چې ډېر قرباني يې ختيځ زون او په ځانګړې توګه د ننګرهار خلکو ورکړې ده.
حمیدي، که څه هم په مشخص ډول د ننګرهار ارقام وړاندې نه کړل؛ خو يادونه يې وکړه چې دلته تر نورو ولايتونو تلفات لوړ دي.
هغې اندېښنه وښوده چې ننګرهار ورځ تر بلې د جګړې د قربانۍ ډګر ګرځي او په دغه برخه کې يې د افغان حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
صبرينا حميدي غوښتنه وکړه چې حکومت دې دجګړې له قربانيانو سره د مرستو په برخه کې شفافيت رامنځته او هم دې مرستې زياتې کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وايي چې د تروریزم په تپل شوې جګړه کې د افغانانو وژونکو نیول شويو تروریستانو محاکمه به په علني ډول ترسره کړي.
ده وويل، د نړۍ عالمانو روانه جګړه او د تروريستانو ټولې کړنې د اسلام له نظره ناروا بللي او هغه ډلې چې د اسلام په نوم جنګېږي له اسلامه نا خبره او يا هم د اسلام ضد کړنې کوي.
ننګرهار والي له خلکو وغوښتل چې د وسله والو مخالفينو کړنو پر وړاندې غږ پورته کړي او پرېنږدي چې د دوی سيمو او ژوند ته ګواښ پېښ کړي.
په دغه غونډه کې قومي مشرانو د تروريزم قربانيانو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو، سرپناه، پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د مرستو غوښتنې وکړې.
د دغو کسانو له ډلې قومي مشر او د جګړې قرباني رسول ګل چې يو زوی يې په هلمند ولايت کې د اردو په لیکو کې وژل شوی وایي، تر ډېره ورته پاملرنه نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن