ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ستونزو د ميدان وردګو او فراه په ډېرو سيمو کې د ټاکنيز کمپاين مخه ډب کړې ده

امنيتي ستونزو د ميدان وردګو او فراه په ډېرو سيمو کې د ټاکنيز کمپاين مخه ډب کړې ده

author avatar
30 Sep 2018 - 14:59
امنيتي ستونزو د ميدان وردګو او فراه په ډېرو سيمو کې د ټاکنيز کمپاين مخه ډب کړې ده
author avatar
30 Sep 2018 - 14:59

ميدان ښار، فراه (پژواک، ٨ تله ٩٧): د ميدان وردګو او فراه ولايتونو په لسو ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله ټاکنيز کمپاينونه نه دي پيل شوي او کانديدان د ځينو ولسواليو يواځې په مرکزونو کې کمپاين کوي.

د ولسي جرګې ټاکنې د روانې (تلې) مياشتې په ٢٨مه تر سره کېږي. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د دغې جرګې کانديدانو تېره جمعه (د تلې شپږمه) ټاکنيز کمپاين پيل کړى چې د همدې مياشتې تر ٢٥مې به دوام وکړي.

ميدان وردګ

له ميدان وردګو ولايت څخه د نهو ښځو په ګډون ٤٠ تنو ولسي جرګي ته ځانونه کانديد کړي او د شاوخوا ٢٨٥٠٠ ښځو په ګډون شاوخوا ١٣٤ زره تنو په دغو ټاکنو کې د رايو ورکولو لپاره نومليکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې١٣، په سيداباد ولسوالۍ کې ١٣، په نرخ ولسوالۍ کې لس په جلرېز ولسوالۍ کې لس په چک ولسوالۍ کې لس، د بهسودو په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې نهه، په دايميردادو کې څلور، په جغتو ولسوالۍ کې دوه او د مرکزي بهسودو په ولسوالۍ کې ٣٥ د رايې مرکزونه په پام کې نيول شوي دي. د يادو ولسواليو په ځينو ناامنو سيمو کې د رايو مرکزونه په پام کې نه دي نيول شوي.

خو د دغه ولايت له نهو اداري واحدونو څخه د څلورو ولسواليو په ټولو سيمو او د ولايت د مرکز او دوو ولسواليو په ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله تر اوسه ټاکنيز کمپاين نه دى پيل شوى.

 پژواک د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې له وحيدالله، دايميردادو کې له حکمت الله، په نرخ کې له قدرت الدين حنيفي، د سيداباد ولسوالۍ د ولسي شورا مرستيال حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي، جلرېز کې له ډاکټر مهدي، د ولايت مرکز ميدان ښار کې له محمداصف هميم، د مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې له دولت حسين او د بسهودو د لومړۍ حصې ولسوالۍ کې له حاجي اسماعيل سره خبرې کړې دي.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، د چک، دايميرداد، جغتو او نرخ ولسواليو په هېڅ سيمه کې د امنيتي ستونزو له امله تر دې مهاله ټاکنيز کمپاين نه دى پيل شوى.

خو د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ميدان ښار، سيداباد کې د کابل- کندهار پر لويه لار او د ولسوالۍ په مرکز او د جلرېز ولسوالۍ په مرکز او ځينو سيمو کې کمپاين پيل شوى، خو په لرو پرتو سيمو کې يې کمپاين نشته.

خو د بهسودو د لومړۍ حصې په ولسوالۍ او مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې سرچينې وايي چې په بېلابېلو سيمو کې کانديدانو خپل انځورونه او شعارونه نصب کړي او کمپاين کوي.

له دغه ولايت څخه ولسي جرګې ته نوماند حاجي محمدحضرت جانان وايي چې تر اوسه يې يواځې د ولايت په مرکز کې کمپاين پيل کړى خو په پام کې لري چې د نرخ، سيداباد، جلريز ولسواليو په هغو سيمو کې هم کمپاين پيل کړي چې د دولت تر کنټرول لاندې دي. هغه وايي چې په بهسودو کې هم کمپاين پيلوي، خو په پاتې نورو ولسواليو کې ناامني ده او کمپاين نه شي کولى.

هغه وايي:” ناامني يوه لويه ستونزه ده چې له امله به يې ډېر خلک په ټاکنو کې له رايو ورکولو محروم شي.”

له دغې ولايت نه نومانده حميده دانش وردګ وايي چې دا مهال له خلکو سره په ليدنو بوخته ده او تر پنجشنبې وروسته به د دغه ولايت په مرکز، سيداباد، جلريز او بهسودو کې خپل انځوريز کمپاين پيل کړي.

هغې هم وويل چې د دې ولايت په نورو سيمو کې د امنيتي ستونزو له امله کمپاين نه شي کولى.

فراه

له فراه ولايت څخه د درېيو ښځو په ګډون٤٢ تنو ولسي جرګې ته ځانونه کانديد کړي او د شاوخوا ٢٣٣٩٠ ښځو په ګډون شاوخوا ٦٧ زره تنو په دغو ټاکنو کې د رايو ورکولو لپاره نومليکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په مرکز کې٢٩، په پشتردو ولسوالۍ کې يو، په خاکسفيد ولسوالۍ کې دوه، په شېبکوه ولسوالۍ کې يو، په بالابوک ولسوالۍ کې څلور، اناردره ولسوالۍ کې يو، په بکواه ولسوالۍ کې يو، په جوين ولسوالۍ کې درې، په ګلستان ولسوالۍ کې يو او پرچمن ولسوالۍ کې نهه د رايې مرکزونه په پام کې نيول شوي دي. په پشتکوه ولسوالۍ کې هېڅ مرکز په پام کې نه دى نيول شوى.

د فراه ولايت له ١١ اداري واحدونو څخه د پرچمن، بکواه، ګلستان، خاکسفيد، پشتکوه او شيبکوه ولسواليو کې امنيتي ستونزې دي او هلته ټاکنيز کمپاين نه دى پيل شوى.

له دغه ولايت څخه ولسي جرګې ته نوماند محمد داوود حقيار د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په پاتې څلورو ولسواليو (اناردره، جوين، بالابلوک او پشترود) په مرکزونو کې ټاکنيز کمپاين پيل شوى، خو په لرې پرتو سيمو کې يې د امنيتي ستونزو له امله نه دى پيل شوى.

خو هغه وايي چې د فراه د مرکز په ټولو سيمو کې کمپاين روان دى.

له دغه ولايت څخه ولسي جرګې ته نوماندانو عبدالستارحسيني او همايون شهيدزاده هم دغه څرګندونې تاييدوي او وايي، په هغو سيمو کې چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، کمپاين نه شي کولى.

امنيتي ستونزې د هېواد په ډېرو نورو ولايتونو کې هم شته.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د هېواد له ٣٦٤ ولسواليو څخه په ٤٠ کې هېچا او په ١٢٠ کې هېڅ ښځې د ولسي جرګې لپاره ځان نه دى نوماند کړى.

 سرچينه وايي، په ټول هېواد کې د شاوخوا درې ميليونه ښځينه وو په ګډون شاوخوا نهه ميليون خلکو په ټاکنو کې د رايو ورکولو لپاره نومليکنه کړې او ټاکل شوې چې په شاوخوا ٥١٠٠ مرکزونو کې رايه وکاروي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.