Pajhwok Afghan News

هلمند کې شپږ د ملي اردو سرتېري او شپږ طالبان وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ١٧ تله ٩٧): په هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې شپږ د ملي اردو سرتېري او شپږ طالبان وژل شوي دي.

هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په سيدانو سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي: ((درې بجې يې حمله کړې چې په ترڅ کې یې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پوسته يې هم سقوط شوې ده.))

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا د پوستې د سقوط خبره ردوي او وايي چې تېر ماښام د ګرشک په سيدانو سيمه کې د ملي اردو پر ګزمې بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو بل يې ټپي شوى دى.

بلخوا په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوولينو د يادو پېښو په اړه بې خبرې وښوده.

خو د دغه دفتر يوه غړي بريدمل نسيم ګل پژواک ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې یې شپږ طالبان وژل شوي، يو شمېر ماينونه کشف او شنډ شوي او اته کيلومتره سيمه هم د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

وسله والو طالبانو د مارجې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې تېر ماښام طالبانو په ګرشک کې د ملي اردو پر ګزمې بريد کړى دى.

هغه وايې په دغه بريد کې شپږ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور ميله وسلې يې طالبانو ترلاسه کړې دي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

Views: 0

Exit mobile version