کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٧): ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ تړونونه منظور کړي دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې پر ۱۸ تدارکاتي موردو هر اړخیز بحث وشو چې په پايله کې د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت لاندې ۱۳ پروژې منظورې شوې:
· د فوایدعامې وزارت اړوند د کابل ښار د کمپنۍ له پله څخه تر ميدان ښار دراني بازار پورې د لومړۍ برخې د دوهم لین د سړک د جوړولو د پروژې د قرارداد ورکړه؛
· د کلیو او پراختیا وزارت اړوند په مشروط ډول د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د دې منډا څخه تر عباسخېلو پورې د اته کيلو متر په اوږدوالي د سړک د جوړولو او قیرولو د قراداد د ورکړې پروژې منظورېدل؛
· د فواید عامې وزارت اړوند د ۱۱،۹ کیلومترو په اوږدوالي د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بازار د سړکونو د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
· د فواید عامې وزرات اړوند د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړولو د پروژې د دویم لاټ د قرارداد د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
· د فواید عامې وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د ۶۰۰ بستریز سیمهییز روغتون د ودانۍ جوړولو د پروژې د قراردا د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
· د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد، مالي ملاتړ او چارو اداري لوی ریاست اړوند د دارالامان د تاج بېګ ماڼۍ د بنسټیز ترمیم د پروژې، د کابل د څرخي پله د زندان د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د پروژې، د څرخي پله زندان د پراختیايي پروژې او د همدې ریاست اړوند یو مرمۍ ضد لنډکروزر د ورکړې د منظورۍ وړانديزونه؛
· د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغان ټېلیکام شرکت د شپږو زونونو د سایټونو او ترانسپورټ د اړتیا وړ تېلو د برابرولو او تدارک د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
· د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه تبلیغاتي موادو د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
· د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۳۸ قلمه مفروشاتي توکو دقرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن