ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو چارواکو په ګډون یو شمېر کسانو ټاکنیزې سرغړوونې کړې دي

د ځینو چارواکو په ګډون یو شمېر کسانو ټاکنیزې سرغړوونې کړې دي

author avatar
20 Oct 2018 - 23:00
د ځینو چارواکو په ګډون یو شمېر کسانو ټاکنیزې سرغړوونې کړې دي
author avatar
20 Oct 2018 - 23:00

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د وزير او امنيه قوماندانانو په ګډون يو شمېر کسانو د ولسي جرګې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې کړې او هڅه يې کړې ده چې مشخصو نوماندانو ته رايې وکارول شي.

پژواک خبري اژانس د دغو درغليو او سرغړونو ځينې بېلګې ترلاسه کړې چې تفصيل یې په لاندې ډول دى:

لوګر:

لوګر کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د کرنې وزير نصيراحمد دراني نن په لوګر کې پر انتخاباتي سايټونو ګرځېده او د خپل زوى احمد خطاب دراني لپاره يې کمپاين کاوه.

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې نوماند احمد خطاب دراني غوښتل چې د ټاکنو مرکز د ولسوالۍ له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ته انتقال کړي چې بل نوماند جنرال اسلم يې مخنيوی وکړ.

هغه وايي: ((د دغو نوماندانو ترمنځ اول لفظي شخړه وشوه، بيا وروسته د نوماندانو او ساتونکو ترمنځ يې وهل هم وشول، خو ډزې چا نه دي کړې.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، احمد خطاب درانى پر دې توانېدلى چې مرکز د ولسوالۍ نوې ودانۍ ته انتقال کړي، خو خلک ټول په دې بل ځاى کې ولاړ دي او له رايه ورکولو پاتې دي.

د لوګر د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالرحمن محبت پژواک ته د دې موضوع په تاييد سره وويل چې مرکز بايد خپل ځاى کې پاتې شي، څو خلکو ته ستونزې جوړې نه شي.

د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي هم دغه موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د دې ستونزې د حل لپاره خپله والي محمد اغې ولسوالۍ تللى دى.

دغه راز ملي امنيت په لوګر کې يو شمېر کسان د ولسي جرګې نوماندانو خالد مومند او شکيلا هاشمي ته د درغلۍ په تور هم نيولي دي.

پکتيا:

د پکتيا د ځاځي اریوب او میرزکې ولسواليو امنیه قومندانان د وظيفوي غفلت او په ټاکنو کې د مداخلې له امله له دندو ګوښه شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د اعلاميې له مخې، د ميرزکې امنيه قوماندان لومړی څارن ایران ګل منګل او د ځاځي اريوب ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن مامور حسن د ټاکنو پروسه کې د لاسوهنې له امله له دندو ګوښه کړاى شوي دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي وايي، ټول هغه پوليس به له دندو لرې او عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي چې په ټاکنو کې يې د چا په ګټه يا زيان کار کړى وي.

دغه راز ځينو زورواکو د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب، زرمت او لجه منګل ولسواليو په ځينو سيمو کې مصنوعي نا امنۍ جوړې کړې دي.

 د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر خواجه امين الله فضلي هم دا خبره مني او وايي، ځينو زورواکو نوماندانو د رايو صندوقونو ډکولو په موخه ناامنۍ جوړې کړې وې.

فراه:

د پژواک خبريال ليدلي چې د فراه ښار په بېلابېلو مرکزونو کې تر ١٨ کلونو د ټيټ عمر لرونکو کسانو رايه ورکړې ده.

د فراه ښار د ملالۍ ښوونځي د رايو په مرکز کې د نوماند عبدالستار حسيني څارونکي اميد پژواک ته وويل چې ده د يو تن انځور واخيست چې عمر تر ١٨ کلونو ټيټ و.

دى وايي، وروسته د ولايتي شورا د غړي فريد بختور ساتونکي راغلل، دى او د بل نوماند سميع الله صميم څارونکى عبدالرزاق يې وډبول او د ده موبايل يې هم ترې واخيست او انځورونه يې ترې پاک کړل.

د فريد بختور پلار عبدالجليل بختور له فراه نه ولسي جرګې ته نوماند دى.

فريد بختور هم په ياد مرکز کې و، خو له خبريالانو سره يې خبرې ونه کړې.

د نوماند سميع الله صميم څارونکي عبدالرزاق هم د اميد څرګندونې تاييد کړې.

د مېرمن نازو لېسې د رايې ورکولو مرکز د يوه محل مشر عبدالظاهر په دې اړه يواځې همدومره وويل، هغه کسان چې پر تذکرو يې سټيکر لګولي، د رايې ورکولو حق لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، رايه ورکوونکي نه شي کولاى، له رای پاڼې انځور واخلي، خو فراه ښار کې د سټېډيوم د رايې ورکولو په مرکز کې يو تن پوليس له خپلې رايپاڼې انځور اخيستى دى.

په دغه مرکز کې د يو نوماند څارونکي محمد وويل چې ده دغه موضوع د محل له مشر سره شريکه کړه، خو هغه ورته وويل چې د انځورونو له اخيستو څار د نوماندانو د څارونکو دنده نه ده.

د دغه محل مشر چې نوم يې څرګند نه کړ، پژواک ته وويل چې د ياد پوليس له ګرځنده ټيلېفون څخه يې اخيستل شوى انځور پاک کړى دى.

دغه راز په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د نوماند عبدالنصير ورور عبدالبصير د اومې ناحيې د بخت اباد په ښوونځي کې پر خلکو جعلي تذکرې وېشلې.

په دغه مرکز کې د يو نوماند ناظر محمد قاسم پژواک ته وويل چې پر تذکرو له پخوا څخه سټيکرونه لګول شوي او نن يواځې د خلکو عسکونه پرى لګول او بيا يې وېشل.

هغه زياته کړه: ((کومو کسانو چې دغه تذکرې اخيستې، له درې تر پنځه سوه افغانيو پورې هم ورکول کېدې.))

بل لور ته په دې سيمه کې د تيفا يو ناظر هم دغه موضوع تاييدوي.

خو د عبدالنصير د کمپاين غړی امان الله دغه موضوع ردوي او وايي چې دوى جعلي تذکرې نه دې وېشلې.

بلخوا د فراه د ټاکنو کمېسيون چارواکي هم وايي چې د جعلي تذکرو په اړه شکايتونه ثبت شوي دي.

ننګرهار:

د ننګرهار په ځينو مرکزونو کې د څارونکو په نامه ځينو کسانو د مشخصو کانديدانو لپاره کمپاين کاوه.

د جلال اباد ښار د بي بي زينب لېسې د رايې ورکونې په مرکز کې يوې رايې اچوونکې شيبا پژواک ته وويل، د دغه مرکز د ښځينه وو برخې په شپږم مرکز کې د ګوتې له رنګولو پرته خلکو څو څو ځلې د يوه مشخص نوماند لپاره رايه استعمالوله.

خو هغې په دې اړه نور معلومات نه درلودل.

خوست:

د احمدولي په نوم د خوست يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، ځيني کسان يې وليدل چې خلکو ته يې د پيسو وړانديز کاوه، چې مشخص نوماند ته رايه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((يو له دغو نوماندانو د احمدشاه پاچا خوستي پلويان وو، هغوی ګرځېدل، څو داسې کسان پيدا کړي چې په پيسو رايه ترې واخلي.))

د هغه په وينا، دغه ځل د خوست خلک پوهېدلي، څوک يې نه شي غولولی او دا ځل به د خلکو غوښتنې سره سم وکيلان ولسي جرګې ته لېږي.

د احمد شاه پاچا خوستي پلويانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

سمنګان :

د ولسي جرګې د کانديد معروف فقيري ناظر عبدالمعيد هاشمي وايي، چې په ولایت کې ټاکنې بشپړې له درغلیو ډکې او دتوپکو تر شپیلیو لاندې وې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بدماشو اونا مسئولو قوماندانانو چې اکثریت یې د سياسي ګوندونو پورې تړلي دي درایو مرکزونه بشپړ تر خپلې ولکې لاندې راوستلي وو تردې چې دکمیسیون مامورین ورسره هم دپیسو په بدل کې همکار وو.

هغه وايي، د لرغان په دوه مرکزونو کې بای میټرک قطعا شتون نه درلود دایبکو دره زندان.جوی ژوندون. اوځینو نورو مراکزو بای میټرک غیر فعال وو.، دکیپنه ګرچه.جوی ژوندون.اجاني ملکه.سرقد.چهل دختران سارباغ.زرابی.لیسه اندر شهر.سنجیتک.بقلشګاه.منتاژ اوسرقد په شمول په ټولو مراکزو کې دحیات الله سمنګاني زورواکې کورنۍ او اوزبیک په نومونو زورواکو دنورو نوماندانو ناظرین دوسلې په زور له مراکزو شړل.

هاشمي وايي، په یادو ټولو مراکزو کې دغو زورواکو پورې تړلو خلکو په خپله خوښه خلک ټیک مارک ته نه پریښودل.

ده زياته کړه، متوسطه دولت اباد کې.شپږم سایټ.حضرت سلطان مرکزي لیسه کې.خرم و سارباغ کې درایو ورکونې پاڼې نه وې.،  دغزنیګک او حضرت سلطان په لیسو کې دښځو صندقونو ته سړیو رایې اچولې. ، دجوی ژوندون.زرابي لیسې.کارته خراسان.لرغان.په سیمو کې پښتانه رایه ورکونکي اوناظرین شړل کیدل اوترجعلي شور ماشور وروسته مامورینو او زورواکو په ګډه صندقونه ډکول. دټاکنو او شکایاتو ولایتي دفترونو دشکایاتو هیڅ پروا نه کوله دشکایاتو پاڼې یې نه ورکولې او داغیز لرونکو زورواکو تر اثر لاندې وو.

د هاشمي په وينا، دزرابي لیسې مرکز دمحبس سیمې ته ولیږدول شو پرته له دې چې دترکو ګڼ کلي رایه ورکړي.  په ګڼو مراکزو کې دثبت هغه جدولونه نه وو چې دخلکو دتذکرو سټیکرولو پرمهال ډک شوي وو. دکمپاین په ورځو کې دزورواکو ډلو دنورو نوماندانو عکسونه څیرول او راټولول. د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې نامسئوله وسلوال دپولیسو دنده اجراکوله او دملې پولیسو واګې یې په لاس کې اخستې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو نورو ولايتونو کې هم ورته کړنې ترسره شوې دي، خو له رسنيو څخه پټ ساتل شوي دي.

تيفا:

بلخوا د افغانستان د شفافو او عادلانه ټاکنو بنسټ «تیفا» لیکي چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د ځانګړو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک کړاى شوي دي.

د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بنسټ څارونکو د سهار له خوا په ځينو سیمو لکه د کابل د قلعچې لېسه کې د صندوقونو د ډکېدو خبر ورکړی دی.

د کابل په طلايي ښارګوټي کې د هلکانو په وحدت ښوونځي کې حساس او غیر حساس مواد د یوه جهادي رهبر شخصي کور ته انتقال شوي دي.

دغه راز د کابل ښار د ۱۲ ښارګوټي په امام مسجد کې د کمېسیون کارکوونکو او د وکیل اسماعیل په نوم یو کس مرکز تړلی او ټول څارونکي يې ترې ایستلي دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د بلخ، کابل، سمنګان، کندوز، نورستان، بغلان، وردک، پکتیا او سرپل ولایتونو په ۲۲ سلنه مرکزونو کې امنیتي ځواکونو او د کمېسیون کارکوونکو د تیفا د څارونکو د شتون مخه نیولې ده.

ټاکل شوې وه چې نن د رایې ورکونې بهیر پای ته ورسېږي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې دغه بهیر به سبا هم دوام ولري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.