ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل موسهي ولسوالۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي

د کابل موسهي ولسوالۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي

author avatar
28 Oct 2018 - 21:46
د کابل موسهي ولسوالۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي
author avatar
28 Oct 2018 - 21:46

کابل (پژواک، ٦ لړم ۹۷): ويډيوګانې او د ځینو سرچينو شکایتونه دا جوتوي چې د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د رایه ورکوونکو چمتو شوي نوملړ له مخې، د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ۲۵۰۷۴ کسانو نوم لیکنه کړې ده چې ۱۳۷۵۰ يې نارینه، ۱۰۰۳۳ ښځو، ۱۲۸۶ کوچيان او پنځو هندوانو نوم ليکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه په موسهي ولسوالي کې د رایه ورکوونکو شمېرې د دغه کمېسیون په اطلاعاتي بانک کې نه دي شاملې شوې؛ خو د کابل والي مرستیال محبوب الله محبی وايي چې د دوو ورځو ټاکنو پر مهال په دې ولسوالۍ کې نږدې ۲۳۴۸ کسانو رایه ورکړې ده.

 د ولسي جرګې ټاکنو کې یوه څارونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، په دې ولسوالۍ کې له جعلي رایو څخه د صندوقونو ډکولو ادعا وکړه او زیاته يې کړه چې اوس راپور ورکول کېږي چې دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۴ زرو کسانو رایه ورکړې ده.

د پژواک خبري اژانس لاس ته ورغلې ويډيو ښيي چې د ولسوالۍ او د موسهي امنیه قوماندانۍ په انګړ کې د ځانګړو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډکېږي.

همداراز په ويډیو کې ښودل کېږي چې د (منفي ۲- ۱۴۶۱ شخصي- کابل) نمبرپلېټ لرونکې سراچه موټر د ولسوالۍ په انګړ کې ولاړ دی او له رای پاڼو ډک څو صندوقونه په کې ايښودل شوي دي.

له کابل څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند د محمداصف شاه جهان څارونکي انجینر احمدشاه احمدزي وويل چې په موټر کې دننه صندوقونه له جعلي رايو ډک شوي وو چې د ځينو څارونکو له لوري کشف او امنيتي څواکونو ته وسپارل شول.

په موسهي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه څارونکي هم دا خبرې تاييد کړې.

په ويډيو کې يو شمېر کسان چې ځانونه د ټاکنو څارونکي معرفي کوي، وايي چې د ولسوالۍ په انګړ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د ځانګړو کانديدانو په ګټه درغلۍ شوې دي.

هغوی د چا له نوم اخیستو پرته ادعا وکړه چې امنيتي ځواکونو، د دې ولسوالۍ د رايې ورکولو له ځینو مرکزونو څارونکي بهر کړي او صندوقونه يې د ځانګړو نوماندانو په ګټه ډک کړي دي.

همداراز په ويډيو کې ليدل کېږي، یو تن چې ويل کېږي د دې ولسوالۍ د رایه ورکولو د یو مرکز مسوول دی وايي چې د درغلۍ مخنیوي توان نه لري.

هغه له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه کوم صندوقونه چې د رايو له مرکزونو د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي، د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر ته دې ولېږدوي.

یو کس د ولسوالۍ په انګړ کې یو کانټينر ته اشاره کوي او یاد مسوول ته وايي چې کانټينر کې دننه له روانو درغلیو سره څه وکړو؟

یاد مسوول په ځواب کې وايي: ((زما زور نه رسېږي که تاسو غواړئ د زیاتو درغلیو مخه ونیول شي، له ما سره مرسته وکړئ څو صندوقونه ولېږدول شي.))

له کابل څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته د یو نوماند څارونکي انجنیر احمدضیا احمدزي وویل چې په دې ولسوالۍ کې ډېری مرکزونه له غرمې وړاندې ۱۱ بجې پرانیستل شول او خلکو رایه ورکول پیل کړل؛ خو د امنیه قوماندان له لوري مصنوعي جګړه پیل شوه او زیات شمېر خلک د رایې ورکولو له بهير څخه بې برخې شول.

د نوموړي په وينا، کله چې د رايو شمېرنه پای ته ورسېده، په موسهي ولسوالۍ کې نږدې ۲۱۰۰ کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی و؛ خو کمېسیون ته راپور ورکړل شوی چې شاوخوا ۲۱۰۰۰ کسانو د دې ولسوالۍ په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ادعا وکړه چې یو شمېر صندوقونه د رايې ورکولو له بهيره یوه شپه وړاندې او يو شمېر بیا د یک شنبه په شپه د ځانګړو کاندیدانو په ګټه ډک شوي دي.

احمدزي ادعا وکړه چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو، د رايې ورکولو له ځينو مراکزو څارونکي بهر کړي وو او د حاجي اجمل رحماني، اميرګل شاهين، محمد نعیم وردګ او پروين درانۍ په ګټه يې درغلۍ کړې دي.

همداراز یوه بله سرچينه وايي چې د کوچيانو له حوزې نوماند ميرویس حسین خېل هم په دې ولسوالۍ تقلب کړی دی.

یوې باوري دولتي سرچينې ويلي چې د موسهي ولسوالۍ د ټاکنو کمېسیون امر صبغت الله په هر یاد شوي کاندید، یوه رایه پر ۳۰۰۰ افغانۍ پلورلې ده.

احمدزي وويل چې په دې ولسوالۍ کې د درغليو په اړه شکایتونه يې د ټاکنيزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت کړي دي په دې برخه کې کافي اسناد په واک کې لري. نوموړي له ټاکنيزو کمېسیونونو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې شکایتونه په جدي ډول تعقیب کړئ.

له امیرګل شاهین او پروين دراني سره د پژواک اړیکه ټینګه نه شوه؛ خو د اجمل رحماني د ټاکنيز کمپاین غړي امان الحق، یادې څرګندونې د ځان پر وړاندې یوه توطیه بولي.

نوموړي وویل کله چې د موسهي ولسوالۍ د رایې ورکولو مرکزونو صندقونه چک شي، نو تر هغه وروسته به د دې څرګندونو څرنګوالی په ډاګه شي، هغه پژواک ته وويل چې اجمل رحماني په موسهي ولسوالۍ کې ۱۷ رايې لري.

د حاجی محمد نعیم وردګ د کمپاین غړي رحمت الله جمالزي د نورو نوماندانو د څارونکو ادعاوې رد کړې، ويې ویل چا چې په دې ولسوالۍ کې رایه نه ده ترلاسه کړې، نور په درغلیو تورنوي.

نوموړي زیاته کړه چې محمد نعیم وردګ په دې ولسوالۍ کې رایه لري او ټول رایه ورکوونکي کسان په بایومتریک سیستم کې هم ثبت شوي دي.

د موسهي ولسوالۍ له چارواکو سره د پژواک اړیکه ټینګه نه شوه؛ خو د کابل پولیسو ۱۰۱ اسمایي زون ویاند عبدالبصیرمجاهد د موسهي ولسوالۍ ټاکنو په بهير کې د پولیسو د مداخلې په اړه وويل، څوک چې په درغلیو کې لاس لري قانوني چلند به ورسره وشي.

د هغه په وینا، د کابل ښار او ولسوالیو په کچه ټاکنو کې درغلیو له امله څلوېښت کسان چې د پولیسو منسوبین هم په کې شامل دي، نيول شوي او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د یادونې ده چې د موسهي امنیه قوماندان سمونیارغلام سعید سنایي له دندې ګوښه شوی دی؛ خو مجاهد وویل چې د نوموړي ګوښتوب له ټاکنیزو مسایلو سره تړاو نه لري او سنايي له دې امله تر اوسه د موسهي امنیه قوماندان په توګه کار کوي چې د هغه پر ځای ګومارل شوی شخص، د دندې ترسره کولو لپاره نه دی حاضر شوی.

له بل پلوه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او کمېشنر علی رضا روحاني، له جزئیاتو ورکولو پرته پژواک ته وویل چې د موسهي ولسوالۍ په ټاکنیز بهير کې شکایتونه، دې کمېسیون ته را رسېدلي او لاسرسی ورته دوام لري.

هغه وویل: ((له څېړنو وروسته به په ډاګه شي چې دې ولسوالۍ کې څومره درغلي ترسره شوې ده.))

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي په دې اړه پژواک ته وويل چې تر اوسه د دغه ولایت رايې په سیستم کې ثبت شوي نه دي او په دې برخه کې د یادو ادعاو په اړه ځواب ويل له وخت څخه وړاندې خبره ده.

هاشمي زیاته کړه چې دا ډول شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره هم شريک شوي دي او کله چې د کابل موسهي ولسوالۍ رایې په سیستم کې شاملې شي، پاکې رايې له ناپاکو جلا شي او سرغړوونکي به تر پېژندنې وروسته له قانوني چلند سره مخ شي.

سربېره پر دې د پژواک اړیکې له دوو نورو نوماندانو سره چې پر درغلیو تورن وو، هم ټينګې نه شوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.