کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو سرتېرو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نازيانو ولسوال قاضي طارق د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس افغان ګډو ځوکونو له پاڅونوالو سره يو ځاى د داعش پر ضد عمليات پيل کړي او اوس هم روان دي.
هغه زياته کړه چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په مورچل سيمه کې کومه پېښه شوې، خو دا چې دا سيمه ډېره لرې ده، دى يې په اړه معلومات نه لري.
خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال په تېروتنې سره پر دولتي ځواکونو هوايي بريد کړى دى.
سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي دي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايت مقام نظر واخلي، خو هغوى په دې اړه معلومات نه درلودل.
دغه راز پژواک په کابل کې له امريکايي ځواکونو سره د ايمېل له لارې اړيکه نيولې ده، خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې يې معلومات نه وو شريک کړي.
د يادونې ده، دوه ورځې مخکې په نازيانو ولسوالۍ کې شاوخوا ٥٠٠ کسانو د داعش پر ضد پاڅون کړى او له دولتي ځواکونو سره په ګډه يې د هغوى پر ضد عمليات پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن