ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د نورو وژنو د مخنيوي په موخه دې ښکېلې خواوې سوله وکړي”

“د نورو وژنو د مخنيوي په موخه دې ښکېلې خواوې سوله وکړي”

author avatar
13 Nov 2018 - 16:11
“د نورو وژنو د مخنيوي په موخه دې ښکېلې خواوې سوله وکړي”
author avatar
13 Nov 2018 - 16:11

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۷): سلګونو تنو د کابل د تېرې ورځې بريد کې د وژل شويو درېيو تنو مړي په ژړا، ژړا تر هديرې بدرګه کړل او په هېواد کې يې د سولې د ټينګښت غوښتنه کوله.

تېره ورځ يو شمېر کسانو د کابل ښار په پښتونستان واټ کې لاريون وکړ.

لاريون کوونکو له دولت څخه غوښتل چې د غزني په مالستان او جاغوريو ولسواليو او دغه راز د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه ونيسي.  

کله چې لاريون پاى ته ورسېد او لاريون کوونکي د سيمې د پرېښودو په حال کې وو، د کابل ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو. د بريد مسووليت  داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې شپږ تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

خو يو عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته ويلي چې په دغه بريد کې د يو ترافيک پوليس په ګډون اته تنه وژل شوي او د يوبل ترافيک پوليس په ګډون ګڼ شمېر نور کسان ټپيان دي.

 په دغه بريد کې د وژل شويو درېيو کسانو(يوه سړي او دوو نجونو) مړي نن د کابل ښار د اميد ښارګوټي په هديره کې خاورو ته وسپارل شول.

د دغو کسانو د تدفين مراسمو ته سلګونه کسان راغلي وو. په دغو مراسمو کې د پروني بريد د قربانيانو د کورنۍ غړو او دوستانو په چيغو، چيغو ژړل.

په دغه بريد کې د وژل شوي محمد اسماعيل بشردوست پلار علي حسن اکبري پژواک ته وويل: “محمد اسماعيل بشردوست تل د استعمار، بې عدالتۍ، ظلم او ناروا پر وړاندې درېدلی و، تر هغه چې خپل ژوند يې هم په همدې لار کې له لاسه ورکړ.”

هغه وايي چې زوى يې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځى لوستى و او له يوې بهرنۍ موسسې سره يې کار کاوه.

دى وايي چې له اسماعيل څخه د هغه يو کلن زوی او دوه لوڼې چې څلور او اووه کلنې دي، پاتې شوي.

ده وويل چې په ټول هېواد کې د سولې ټينګښت يې هيله ده او پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې سوله وکړي تر څو نور افغانان ونه وژل شي.

٢٢ کلنه فرشته اکبري او ٢٣ کلنه فاطمه سلطاني هم له هغو کسانو دي چې د تېرې ورځې په بريد کې وژل شوي او نن په اميد ښارګوټي کې څنګ پر څنګ خاورو ته وسپارل شوې.

 د فرشتې اکبرې ترور مونسه اميري چې په چيغو،چيغو يې ژړل، وويل:” فرشتې ولاړې، د تل لپاره ولاړې؛ کومه خاطره او کومه خبره دې هېره کړم…”

هغې وويل چې فرشته اکبري د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د لومړي کال محصله او د کورنۍ مشره لور وه.

اميري زياته کړه:”فرشته يواځې زما خورزه نه بلکې زما نږدې ملګرې وه، هر څه به يې راته ويل او هره مشوره يې له ماسره وه؛ يوه ورځ يې راته وويل چې غواړي هنرمنده شي، خو کله چې ژورناليزم ته بريالۍ شوه، نو ما ورته وويل چې ژورناليزم خلاص کړه او هنر ته مخه کړه؛ راسره ويې منله، خو نه خبرياله شوه او نه هنرمنده.”

د بلې وژل شوې فاطمې سلطاني د کورنۍ غړي له رسنيو سره خبرو ته حاضره نه شول، خو د سلطاني د دوولسم ټولګي ټولګواله طاهره شاهي وايي :”فاطمه ډېره با ادبه او مهربانه نجلۍ وه، ټولګيوالو سره يې نېکې اړيکې لرلې او له دوولسم ټولګي هم اول نومره فارغه شوه؛ فاطمې به تل ويل چې غواړي خبرياله شي او د خپلو خلکو ناخوالو ته په ښه ډول انعکاس ورکړي، خو افسوس چې له خپلو هيلو سره يو ځاى تر خاورو لاندې شوه.”

مونسه او طاهره دواړه وايي چې نه يواځې په مالستان او جاغوريو، بلکې په ټول افغانستان کې د سولې د ټينګښت غوښتنه کوي، تر څو نور افغانان ونه وژل شي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقيوم سجادي هم د يادو کسانو د تدفين مراسمو ته راغلى و.

هغه د تېرې ورځې بريد وغانده او ويې ويل:”موږ نه پوهېږو؟ هر کله چې د عدالت غوښتنې غږ پورته کوو نو وژل کېږو، خو که هر څومره هم ووژل شو بيا به هم تل د عدالت غوښتې غږ پورته کوو.”

دی وايي، تردې دمه لاهم د غزني په مالستان او جاغوري ولسواليو کې درنه جګړه روانه ده او زرګونه کورنۍ اړ شوي چې نورو سيمو ته ولاړې شي.

د تېرې ورځې په ياد بريد کې څلورمه وژل شوې نجلۍ صدف هم د اميد ښارګوټي په بله هديره کې نن خاورو ته وسپارل شوه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.