کابل(پژواک، ٢٧ لړم ٩٧): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، ځینې بهرنیان او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا کارکوونکي هڅه کوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په چارو کې د لاسوهنې له لارې د دغې جرګې د ټاکنو پایلې تغیر کړي.
په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدو ته په اشاره وویل: (( هغه بهرنیان چې له یوناما څخه راغلي د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي او غواړي چې د ټاکنو پایلې بدلې کړي.))
هغه زیاته کړه، د بهرنیانو د لاسوهنې له امله تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو مهال وېش نه دی اعلان شوی او د غزني ولایت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو برخلیک نه دی معلوم شوی.
زابلي وویل: ((که په رښتیا هم لاسوهنه روانه وي او د ټاکنو کمېسیون یې د مخنیوي توان نه لري د مهربانۍ له مخې یې دې له ملت سره شریک کړي، تر څو ملي شورا له کمېسیونونو ملاتړ وکړي او پر ټاکنیزو کمېسیونونو او د ټاکنو په بهیر د خلکو باور رامنځته شي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د زابلي د خبرو په تایید وویل: ((زموږ معلومات دا دي چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مامورین او هغه بهرنیان چې د ټاکنو کمېسیون کې موجود دي بر حقیقي پایلو نه، بلکې پر هغه پایلو کار کوي چې حقیقت نه لري. زموږ هیله له کمېسیون څخه داده چې د خلکو رایو ته احترام وشي او ملت چې پر هر چا باور کړی، د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنه نه کوي او رښتینې پایلې دې اعلان کړي.))
مسلمیار زیاته کړه، د ټاکنو مهندسي کېدل به بدې پایلې ولري او هغه پایلې چې لاسوهنه په کې شوې وي د ملت لپاره به د منلو وړ نه وي.
د مسلمیار په خبره، د ټاکنو په بهیر او د ټاکنو د پایلو پر اعلان اوس هم کتنې پر خپل ځای پاتې دي.
نوموړي حکومتي چارواکو او د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانو ته وویل: ((که تاسو وغواړئ اسناد درسره شریکوم چې بهرنیان د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي او غواړي د ټاکنو پایلې تغیر کړي او هغه کسان بریالي اعلان کړي چې خلک پرې باور نه لري.))
د نوموړي په خبره، ولسمشر باید په خپله ترسره شوې ژمنه چې تر اوسه یې روښانه کړې هم ده چې د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي پابند پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې په دغه ملي بهیر د خلکو باور کم شي.
نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او هغو بهرنیانو د مداخلې مخنیوی وکړي چې په یو ډول د ټاکنو د بهیر څارنه کوي او له بېلا بېلو ادارو څخه په کمېسیون کې ګومارل شوي تر څو په دغه بهیر د خلکو باور ترلاسه شي.
مسلمیار وویل، د ټاکنو لومړنۍ پایلې د بهرنیانو او کمېسیون د دارالانشا د کارکوونکو د لاس وهنې له امله ځنډېلې دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي مطبوعاتي دفتر د مشرانو جرګې د یوه غړي له خوا د دوی پر کارکوونکو د تورنو په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((یوناما ټاکنیزو کمېسیونونو ته یوازې تخنیکي مشورې ورکړې او ورکوي یې، دغه مشورې بشپړ مسلکي، تخنیکي او بې طرفانه دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن