لښکرګاه (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٧): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٩ ځانګړي وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن ولي شاه د لېندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو د سنګين ولسوالۍ په مزک سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو روزنيز مرکز بريد کړى دى.
هغه وايي: ((دغه ځاى د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د روزنې مرکز و چې پرون پرې بمبار شوى دى.))
ده وويل چې په دې پېښه کې ٢٩ ځانګړي وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز حکومتي مسوولينو په دې اړه يوه ويډيو هم خپره کړې ده.
په دې ويډيو کې ليدل کېږي چې د کرنيزو ځمکو په منځ کې يواځې يو کور دى او په دې کور کې دننه يو شمېر کسان چې سم تشخیص يې نه کېږي، په ځانګړو پوځي حرکاتو بوخت دي.
وروسته پر دغه کور هوايي بريد کېږي چې لوخړې او خاورې ترې هوا ته پورته کېږي او کور په بشپړ ډول له منځه ځي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د مرکز لښکرګاه په ګډون په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې د شاوخوا شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى او د پاتې نورو ولسواليو بيا يواځې مرکزونه او ځينې سيمې د حکومت په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن