کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٧): د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي دویمه کاري غونډه، نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې د اجماع لپاره په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داوودزي او د جمهوري ریاست عالي مقام عمومي دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د مذاکرې د اساساتو او شیوو او د ولسمشر د لارښوونو په اړه چې په لومړۍ غونډه کې کړې وې، په تفصیلي توګه خپل لیدلوري او نظریات وړاندې کړل.
سرچينه زياتوي، ولسمشر د سولی د مذاکره کوونکي پلاوي د منسجمو وړاندېزونو او نظریاتو مننه وکړه وې ویل، د سولې د خبرواترو لپاره مذاکره کوونکی پلاوی له هراړخیز ملاتړ څخه برخمن دی او د مشورتي بورډ له غړو سره به په مختلفو سطحو د ناستو لړۍ دوام ومومي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن