کابل (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۷) : د طالبانو د ملا رسول ډلې د لاجوردو لارې پرانستلو هرکلی کړی او وایي چې دوی د ملي پروژو په ساتنه کې هر ډول همکاري کوي.
د لاجورو لاره پرون په هرات ولایت کې د ولسمشر لخوا پرانستل شو، او لومړی سوداګریز موټریز کاروان د ترکیې په لوري روان شو.
دطالبانو د ملا رسول ډلې لخواد لیندۍ په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د مسلمانانو ترمنځ پر اتحاد او اتفاق ټینګار شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د لاجوردو د تاریخی لاري پرانستنې یو مهم اقدام دی او په دې اړه یې ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
دغې ډلې ویلي ، چې دوی د ملي ګټو د ساتني ترڅنګ د داسي اقداماتو هرکلۍ کوي چي هغه د افغان ولس په ګټه تمامیږي
او د مظلومانو او بیوزلانو لاس نیوی پکې کیږی.
سرچینې زیاته کړې : (( موږ هر هغه پلان چي هدف یي افغانانو ته هوسایي ورکول وي په ټینګه ملاتړ کوو.))
په خبرپاڼه کې له هیوادوه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه او د یو بین الافغاني تفاهم له مخي د افغان شخړې پر هواري ټینګار شوی دی.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن