کندهار (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): چارواکي وايي چې د کندهار د ميوند ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال او نظامي مسوول وژل شوي.
د کندهار د والي وياند عزيزاحمد اتل د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژاسن ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د ميوند ولسوالۍ د چولاوک په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د ميوند ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال او نظامي مسوول ملا شريف الله او ورسره دوه نور ملګري لومړى ټپيان شوي وو خو وروسته یې د بند تيمور په کلينیک کې ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې نور چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن