کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د شهیدانو او معلولینو پر معینیت د تېرې ورځې په برید کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پرون مازدیګر مهال د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو په سیمه کې د شهیدانو او معلولینو پر معینیت ډله ییز برید وشو.
عینیي شاهدان وایي چې لومړی د یوه موټربم په وسیله د یادې ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه او وروسته څو بریدګر یادې ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
د صدیقي په نامه یوه عیني شاهد پژواک ته وویل چې له چاودنې سره سم هلته ډزې پیل شوې او وسله وال ودانۍ ته ننوتل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي چې په دې څو ساعته جګړه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۲۸ ملکي وګړي او یو پولیس وژل شوي او درې پولیس ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو له خوا له یادې ودانۍ ۳۵۷ کسان ژغورل شوي او په سیمه کې چاڼیز عملیات ادامه لري.
بلخوا د کابل د امنیې قوماندانۍ جنایي رییس جنرال سالم الماس ویلي چې تر اوسه په دې پېښه کې ۳۰ ملکي وګړي او یو پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح پژواک ته وویل چې له یادې پېښې ٤٣ جسدونه او ١٠ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن